د لاس رسي وړ اتصالات

په خټه افغان یو امریکایی د څو ځلي ابدي حبس سزا سره مخ دی


د احمد خان رحیمي چې په خټه افغان دی ، مدافع وکیل وایي موکل ته یې باید څو ځلي ابدي حبس سزا ور نه کړل شي.

رحیمي د ٢٠١٦ کال د سپتامبر په ١٧ مه په نیویارک ښار کې د بمي چاودنې په کولو تورن دی چې ۳۰ کسان پکې ټپي شوي و.

ټاکل شوې چې ښاغلي رحیمي د همدې روانې میاشتې په ۱۳مې د نویارک ښار د منهتن محکمې له لورې په سزا محکوم شي. دمخه دغه شخص د منصفه هئیت له لورې د ٢٠١٧ کال په اکتوبر کې د "ډله ایز تخریب" د وسلې په گډون په اته مورده جرم محکوم شوی و.

د ښاغلي رحیمي مدافع وکیل زیفیر دونالدسن، قاضي ریچارد برمن ته چې د رحیمي په اړه پریکړه کوي په یو لیک ویلي دي چې موکل یې د یو ځل ابدي حبس نه د زیاتې سزا وړ ندی چې ۴٥ کاله بند هم ورته غوښتل شوی دی.

د امریکا په ځینو ایالتونو کې په یو وار ابدي حبس باندې محکوم شوی شخص کیدای شي د ٢٥ کاله بند له تیرولو وروسته د زندان نه د خلاصون د شرایطو وړ شي. خو ښایي مجرمین د سختو جرمونو د کولو په وجه څو ځلې په ابدي حبس محکوم شي او ددې هدف دادی چې مجرم شخص د ژوند تر پایه په بند کې پاته شي په ځانگړې توگه د قتل او ټولنیز نظم د گډوډولو په پیښو کې دا ډول تصمیم نیول کیږي.

د رحیمي مدافع وکیل ویلي دي چې موکل یې په داسې حال کې چې په زندان کې دی خپل درسي صنفونه چې تجارت، کارموندنه او نمایشنامې په برخه کې دي په بریالیتوب سره بشپړ کړي دي. په همدې دلیل د دغه په خټه افغان امریکایي مدافع وکیل غوښتي دي چې موکل ته یې اجازه ورکړل شي چې د حبس د بشپړولو په ترڅ کې نورې زده کړې هم وکړي او په عین وخت کې وکړای شي چې د خپلې کورنۍ له غړیو سره وګوري.

د ښاغلي رحیمي وکیل همداشان غوښتي موکل یې چې درې ماشومان لري د ویرجینیا ایالت ته نژدې بندي شي چې د کورنۍ غړي په اسانه د هغه سره لیدنه کتنه وکړي.

د امریکا فدرالي څارنوالانو د ٢٠١٨ کال د جنورۍ په ١٦ وویل چې ښاغلی رحیمي د خپلو کړنو نه پښیمانه ندی او په عین وخت کې یې هڅه کړې چې یو شمیر بندیان اسلامي سخت دریځۍ ته دعوت کړي.

XS
SM
MD
LG