د لاس رسي وړ اتصالات

د نیویارک چاودنه د "تروریستي برید" هڅه وه -پولیس


پولیسو د چاودنې په تور یو مشکوک کس نیولی دی
پولیسو د چاودنې په تور یو مشکوک کس نیولی دی

د نیویارک ښاروال بل دي بلاسیو وايي د ښار د بس په تمځای کې شوې چاودنه د "یو تروریستي برید هڅه" وه.

د نیویارک والي اندرو کومو وویل چې پېښه د لاسي بمب د چاودنې له کبله وه. د ښار د پولیسو کمېشنر جیمز وویل ۲۷ کلن مشکوک کس بمب په ځان پورې تړلی و.

د دغه کس نوم عقاید الله ښودل شوی او د بنګلدېش اوسېدونکی یاد شوی دی. په برید کې شاوخوا څلور کسان ژوبل شوي چې اوس په روغتون کې دي.

د نیویارک ښاروال له خلکو وغوښتل چې د هر مشکوک کس، مشکوک عمل او مشکوکې وسیلې په لیدو سره دې پولیسو ته خبر ورکړي.

د نیویارک د پولیسو مشر وویل چې بریدګر هم په زخمي حالت کې نیول شوی دی. تراوسه ددغه برید انګیزه معلومه نه ده.

پولیس وايي نیول شوی مشکوک هم زخمي دی، هغه د چاونې په ځای کې یوازینی ولاړ کس و چې نیول شوی دی.

سپینه ماڼۍ وایي چې د پیښې په هکله جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته معلومات ورکړل شویدي.

ویل کیږي چې دغه مشکوک شخص چاودیدونکي مواد په کور کې جوړ کړي و. پولیسو تر اوسه ندي ویلي چې په چاودنې کې د څه ډول آلې نه کار اخیستل شوی.

د دې برید نه شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ازبکستان یو وکړي چې په امریکا کې یې د دایمي اوسیدو قانوني اسناد لرل، خلک په موټر ووهل او اته تنه یې ووژل.

XS
SM
MD
LG