د لاس رسي وړ اتصالات

په نیویارک کې سیلابونو ۱۴ تنه مړه کړي


د ایډا توپان چې تیره اوونۍ یې په جنوب کې د نیور آرلینز په ټول ایالت بریښنا پرې کړې وه او څو نور ایالتونه یې هم ځپلي و، د امریکا ختیځو سواحلو ته ورسید. د توپان نه وروسته د نیویارک په ښار کې سیلابونه راغلل او د پنجشنبې په شپه په ښار کې اضطراري حالت اعلان شو.

په سیلابونو کې تر اوسه لږ تر لږه د ۱۴ کسانو د مړه کیدو خبر ورکړل شوی.

د نیویارک د ښار تقریباً ټول سرکونه د اوبو لاندې شوي او په ځینو ځایونو کې د ځمکې لاندې د اورګاډیو سټیشنونو ته هم اوبه ښکته شوي. د ترانسپورت چارواکو د اورګاډو خدمات بند کړي.

د منهټن په سیمه کې د یو رسټورانټ مالک چې رسټورانټ یې د اوبو لاندې شوی وایي چې پخپل ۵۰ کلن عمر کې یې دومره ډیر باران نه و لیدلی.

د الوتکو سلګونه پروازونه لغوه شوي او د نیو وارک په هوایي ډګر کې ترمینل هم د اوبو لاندې شوی.

د سیلابونو له کبله د نیویارک په ښار کې لویې لارې هم بندې شوي او د ژغورنې عملې سل ګونه ګیر پاتې شوي خلک ژغورلي دي.

د نیویارک والې کیتي هوچل په ایالت کې اضطراري حالت اعلان کړی.

XS
SM
MD
LG