د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک کې په دوو میاشتو کې شپږو پولیسو ځانوژنه کړې


نیویارک کې د ۲۰۱۹ کال راهېسې شاوخوا اتو پولیسو ځانونه وژلي

په نیویارک کې پولیس وایي چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې شپږ پولیس مامورانو ځانونه وژلي دي.

د پولیسو تر منځ د ځان وژنې وروستۍ پېښه د چهارشنبې په ورځ (اګست۱۴-زمري۲۳) وه. چاروکي وایي د ۲۰۱۹ کال راهېسې ۸ پولیسو ځانونه وژلي دي.

د دغو پېښو غټ علت له دندو سره تړلي رواني او غیر رواني فشارونه بلل کیږي. اوس د نیویارک پولیس هڅه کوي چې تر فشار لاندې پولیسو سره د سلا مشورو ورکولو له لارې مرسته وکړي. د دې لپاره یې یوه اداره هم جوړه کړې ده.

په نیویارک کې پولیس چارواکي وایي چې د نوي پروګرام له مخې به په لومړي قدم کې شاوخوا ۸۰۰ هغو پولیسو ته چې تر رواني فشارونو لاندې دي، روزنه ورکړل شي او بیا به دا لړۍ همداسې پراخیږي.

دغې ادارې په خپل ویبسایټ کې د تیلیفون شمېرې هم خپرې کړي دي او په خپل ټویټر کې یې لیکلي دي: " هغوی ته چې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي- تاسو یوازې نه یاست او موږ تل مرستې ته چمتو یو."

د ان بي سي د یوې نظر پوښتنې له مخې په ټولې امریکا کې ۷۸ پولیس د رواني فشار څخه سر ټکوي. په دغو کسانو کې یې ۱۶ سلنه کسانو ویلي دي چې لږ تر لږه یې یو ځل پر ځان وژنې فکر کړی دی.

د نیویارک د پولیسو په ادارو کې شاوخوا ۳۶۰۰۰ افسران او ۱۹۰۰۰ غیر نظامي کارکوونکي کار کوي.

XS
SM
MD
LG