د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې ۹ پوليس له مسموم کیدو وروسته جګړه کې وژل شوي


د هلمند امنیتي چارواکي شک کوي چې دا نهه پولیس لومړی مسموم شوي او بیا د وسله والو په یو برید کې وژل شوي دي.
د هلمند امنیتي چارواکي شک کوي چې دا نهه پولیس لومړی مسموم شوي او بیا د وسله والو په یو برید کې وژل شوي دي.

پېښه تیره شپه د لښکرګاه ښار اړوند د کندهار – لښکرګاه د لويې لارو د ساتنې د پوليسو په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې.

د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې لمړی په پوسته کې د ننه یوه پولیس په خوراک کې خپلو همکاراتونه نشه ور کړې او تر هغه وروسته يې د وسله والو طالبانو برید ته موقع برابره کړې.

سرچيني زیاته کړه چې وسله والو طالبانو وروسته برید کړی چې په دې پېښه کې ۹ پوليس وژل شوي.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی پېښه تائیده وي خو وايي چې پدې اړه پلټنې لا پای ته ندي رسیدلي.

نوموړي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې په پېښه کې دوی ته د ۸ پوليسو د وژل کیدو معلومات رسیدلي خو د جزیاتو په اړه به يې تر پلټنو وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

مل پاسوال ساپی وويل"دا ډيره مهمه امنیتي پوسته وه او د شهراه د امنیت په برخه کې يې ډير مهم رول در لود، دښمن د مخامخ جګړې توان له لاسه ور کړی او بیا له ځینو پېچلو تکتیکونو کار اخلي د دې پېښي په اړه زموږ تحقیقاتي ټیم څيړنې کوي او نور معلومات به وروسته ستاسو سره شریک کړو".

امنیتي مقامات وايي چې د داخلي بریدونو د مخ نیوي لپاره يې له تیر یوه کال راهیسې د امنیتي قواوو په منځ کې د شکمنو کسانو څار زیات کړی.

خو د هلمند تر دې تازه پېښي دوه اونۍ مخکې هم، له هلمند سره په ګاونډ کې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یوه داخلي برید کې ۳ تنه افسران وژل شوي او ۲ تنه نور افسران ټپیان شوي وو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG