د لاس رسي وړ اتصالات

نهه کلن نابغه له پوهنتون نه فارغیږي


نهه کلن بلجیمی، لورن سایمون به یوه میاشت وروسته د هالند د اینهوفن د ټکنالوژۍ پوهنتون څخه د برق د انجینرۍ له رشتې څخه فارغ شي.

د لورن پلار، الکساندر سایمون د سي ان ان خبري اژانس ته ویلي چې زوی به یې په نږدو کې د برق د انجینرۍ په برخه کې د دوکتورا په کچه خپلې زده کړې پیل کړي.

د لورن مور بیا وایي چې د هغه نیکه او نیا به یې تل صفتونه کول او ویل به یې چې لمسی مو ډیر هوښیار دی خو ما به داسې فکر کوه چې له ډیرې مینې داسې وایي. وروسته بیا د ښوونځي ښوونکو یې راته دا تائید کړه چې لورن له اندازې زیات ځیرک دی.

د لورن مور خاندي او وایي چې کله مې لورن په خیټه وو نو ما به کبان ډیر خوړل، کیدی شي هماغې تاثیر کړی وي.

په ښوونځي کې د لورن ښوونکو له هغه څخه ازموینه واخیسته او ډیر ژر ورته ثابته شوه چې د هغه د ځیرکتیا کچه(IQ)۱۴۵ ده. دغه شمیره په عادي خلکو کې د ۹۰ او ۱۱۵ تر منځ وي.

د ایندهوفن پوهنتون لورن لپاره ځانګړي استادان مقرر کړي و چې وکولی شي په لنډ وخت کې خپلې زده کړې بشپړه کړي. لورن په اته کلنې کې له ښوونځي فارغ شو او اوس یې د پوهنتون ټول درسونه په ۹ میاشتو کې زده کړل.

د ایندهوفن پوهنتون رئیس، سیورد هولشوف وایي چې لورن د هغه تر ټولو ځیرک او زیارکښ محصل دی.

د لورن استاد، پیتر بالتوس بیا وایي چې د لورن په شان بل محصل یې په خپل ټول اکاډمیک ژوند کې نه وو لیدلی او په دې باور لري چې لورن د هغه د بل تر ټولو ځیرک محصل څخه درې چنده ډیر پوه او زیارکښ دی.

لورن به له پوهنتون څخه په فارغیدو د نړۍ تر ټولو ځوان محصل ریکارډ مات کړي. تر لورن مخکې د امریکا اوسیدونکي مایکل کیرني دغه ریکارډ په خپل نوم ثبت کړی و. هغه د فراغت پر مهال ۱۰ کلن وو.

د لورن کورنۍ وایي چې سر له اوسه د نړۍ ګڼو معتبرو او مخکښو پوهنتونو ورسره اړیکه نیولی او غواړي چې لورن د دوي په پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.

XS
SM
MD
LG