د لاس رسي وړ اتصالات

تخار او بادغیس کې ۱۹ امنیتي سرتیري وژل شوي


په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي

افغان امنیتي چارواکو دا منلې، چې تیره شپه ( وږي ۱۴ مه) د بادغیس او تخار په ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې د ملي اردو یوولس سرتیري او اته سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه د دغه ولایت د " آب کمري" ولسوالۍ د ملي اردو پر پوستو د وسله والو طالبانو په یو برید کې یوولس افغان سرتیري وژل شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په سلګونو وسله والو طالبانو د " آب کمري" په ولسوالۍ کې د " پسته لیق" په نوم د ملي اردو په یوه پوسته برید وکړ، چې د برید په پیل کې په دغه پوسته کې د ملي اردو حاضر درې سرتیري ووژل شول.

هغه وویل، کله، چې نور سرتیري د خپلو ملګرو سرتیرو مرستې ته ور روان وو، په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شول، چې په پایله کې اته تنه نور سریري هم ووژل شول.

د بادغیس د والي ویاند ادعا وکړه، چې په دې نښتو کې لس طالب وسله وال هم وژل شوي او څلور نور ټيپان شوي دي.

خو وسله والو طالبانو لا تراوسه د دغې جګړې په هکله څه نه دي ویلي.

د بادغیس د " آب کمري" ولسوالۍ د دغه ولایت مرکز قلعه نو په شل کیلومترۍ کې پرته ده، چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین په کې حضور لري.

د " آب کمري" د ولسوالۍ د تیرې شپې د جګړې دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت د مقر د ولسوالۍ امنیه قومندان د امنیتي پوستو څخه د لیدنې پر مهال د خپل یو ساتونکي سره د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

تخار کې اته سیمه ییز پولیس وژل شوي

د تخار ولایت د پولیسو ویاند خلیل اسیر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د خواجه غار په ولسوالۍ کې د " قنداري" په کلي کې اته سیمه ییز پولیس وژلي او بیا یې د هغوی جسدونه سوزولي دي.

ښاغلي اسیر وویل، وسله والو طالبانو یو سیمه ییز پولیس، چې ګمان کیږي، د طالبانو سره به یې اړیکې لرلې هم ژوندی له ځان سره وړی دی.

د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د تاجکستان سره په سرحد کې پرته ده، چې وسله وال طالبان د دغې ولسوالۍ په ځینو برخو کې حضور لري.

اوړمه میاشت هم وسله والو طالبانو د خواجه غار د ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.

تراوسه وسله والو طالبانو د دغې پیښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG