د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران باندې د امریکایي ځواکونو نهم پرله پسې برید

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ یکشنبه جولای ۱۹ ویلي چې امریکایي ځواکونو د واشنګټن پر وخت د ماښام په اوو بجو د ایران پر ضد د هوایي بریدونو نوې لړۍ پیل کړې.

د سنټکام په اعلامیې کې چې د اکس په شبکې کې یې خپره کړې، راغلي چې دا بریدونه به د ایران نظامي وړتیاوو کمروزې کیدو ته ادامه ورکړي او هغوي به ونشي کړی چې د هرمز له تنګي څخه په تیریدونکو سوداګریزو کښتیو او ملکي عملې باندې بریدونه وکړي.

دا وروسته تر هغه چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ترکیې په انقرې کې د ناټو سرمشریزې پر مهال د ایران سره اوربند پای ته ورساوه، په ایران باندې د امریکایي ځواکونو نهم پرله پسې برید دی چې کیږي.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې متحده ایالاتو په اردن او عراق کې د ایران په بریدونو کې د خپلو څلورو سرتیرو وژل کیدو اعلان وکړ.

جمهور رئیس ټرمپ د دې سرتیرو وژل کیدل غمجنه پیښه بللې او ویلي چې امریکایي ځواکونه د متحده ایالاتو په خدمت کې وژل شوي.

د جګړې وزیر پیټ هیګسیټ هم ویلي چې ددې سرتیرو وژل کیدل به د امریکایي ځواکونو اراده لا قوي کاندي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG