د لاس رسي وړ اتصالات

 امریکا د انتخاباتو دوه ورځې وروسته لا هم ګټونکی معلوم ندی 


رای شمیرنه
رای شمیرنه

د امریکا د متحده الاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو څخه دوه ورځې تیرې شوې، خو تر اوسه د انتخاباتو ګټونکی ندی څرګند شوی.

پداسې حال کې چې د دموکرات ګوند کاندید جو بایډن په شمیرل شویو رایو کې مخکې دی، د دونالد ټرمپ انتخاباتي ټیم د ښاغلي بایدن د احتمالي بریا امکان ته په کتو په یو لړ قانوني اقداماتو لاس پورې کړی دی.

تر اوسه د امریکا په شپږو ایالتونو – الاسکا، اریزونا، نوادا، جورجیا، شمالي کارولینا او پنسلوانیا – کې د انتخاباتو نتیجې ندي بشپړې شوي. الاسکا ۳، اریزونا ۱۱، نوادا ۶، جورجیا ۱۶، شمالي کارولینا ۱۵ او پنسلوانیا ۲۰ انتخاباتي رای لري.

اوسمهال جو بایدن ۲۵۳ انتخاباتي رایې او دونالد ټرمپ ۲۱۳ انتخاباتي رای خپلې کړي دي. ددغو دوو کاندیدانو څخه هر یو یې چې ۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټي، د امریکا د انتخاباتو ګټونکی اعلانیږي.

ویسکانسن او میشیگن، د چهارشنبې په ورځ جو بایډن په خپلو ایالتونو کې د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ؛ هغه دوه ایالتونه چې د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې ښاغلی ټرمپ په کې بریالی شوی و.

د چهارشنبې په ماښام ښاغلي بایډن وویل: "دلته نه یم راغلی چې خپله بریا اعلان کړم. خو دلته راغلی یم چې تاسو ته ووایم چې د رایو په شمیرلو باور لرو او پای کې به یې بریالي شو."

د اریزونا او نوادا په ایالتونو کې د رایو له شمیرنو بریښي چې ښاغلی بایډن پدغو دوو ایالتونو کې د خپل جمهوري غوښتونکي سیال دونالد ټرمپ څخه مخکې دی او که همداسې پرمخ لاړ شي ښایي هغه ددغو دوو ایالتو ۱۷ انتخاباتي رایې هم خپلې کړي او پدې سره ښایي په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره د ۲۷۰ لازمي انتخاباتي رایو په ګټلو بریالی شي.

له بلې خوا ښاغلی لا هم د بریا چانس لري که چیرې یو له هغو ایالتونو څخه وګټي چې بایډن په کې مخکې دی.

جمهور رئیس یو شمیر ایالتونو لکه پنسلوانیا، جورجیا، شمالي کارولینا او الاسکا کې چې د رایو شمیرنه پکې لا هم روانه ده د خپل دموکرات سیال نه مخکې دی.

XS
SM
MD
LG