د لاس رسي وړ اتصالات

ولسوالیو شوراګانو ته په ۱۳۰ ولسوالیو کې ښځینه نوماندې نشته


د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د افغانستان په ۱۳۰ ولسوالیو کې یوې ښځې هم د نوماندې په توګه نوم‌لیکنه نه ده کړې.

د دغه کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ‌الله هاشمي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې پر دې سربیره د ولسوالیو شوراګانو لپاره د ښځینه نوماندانو شمیره په ځینو ولسوالیو کې دومره کمه ده، چې ان په قانون کې ورته ځانګړې شوې برخه هم لاس ته راوړلی نه شي.

د ښاغلي هاشمي پر وینا، ولسوالیو شوراګانو ته ۳۷۳۱ کسانو د نوماندانو په توګه نوم‌لیکنه کړې، چې ۲۷۱ یې ښځې دي او دغه راز دغه راز د ولسي جرګې لپاره د ۳۹۱ ښځو په ګډون ۲۴۷۱ کسانو د نوماندانو په توګه نوم‌لیکنه کړې ده.

د ټاکنو کمیسیون د شمیرو له مخې، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره، نږدې ۸ میلیون او ۶۳۲زره کسانو د رایې ورکوونکو په توګه نوم‌لیکنه کړې، چې په کې ۲ میلیون او ۹۴۸زره او ۶۴۲ ښځې شاملې دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په کموالي اندیښنه ښودلې او د ټاکنو له کمیسیون څخه یې غوښتي، چې په دغې پروسه کې د ښځو د ګډون د زیاتوالي لپاره، د رایې ورکونکو او نوماندانو د نوم‌لیکنې پروسه بیا تمدیده کړي.

د افغانستان د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري د شنبې په ورځ "د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو ګډون" په مناسبت یوې غونډې ته وویل "دغه راز له محترم کمیسیون څخه زموږ غوښتنه د رایې ورکوونکو او نوماندانو د نوم‌لیکنې د دورې تمدید کول دي، د ژوند په مختلفو برخو کې د بدلون راوستل، له ستونزو څخه خالي نه ده او د ډیموکراسۍ تامینول د خلکو فعالې ونډې پورې تړلی دی. د ښځو ګډون نه یوازې د هغوی د قوي ارادې تمثیل کوي، بلکې په پارلمان، ولسوالیو شوراګانو، ولایتي شوراګانو او په راتلونکو جمهوري ریاست ټاکنو کې د هغوی د استازولۍ په ټاکلو کې به اغیزمن وي".

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي، چې د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د نوماند په توګه د تحصیلي سند غوښتنه او د تذکرو نه درلودل، په دغې پروسې کې د ښځو د ګډون د کموالي لامل شوی دی.

ښاغلي صیاد ژمنه وکړه، چې د ښځو د پراخ ګډون لپاره به ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم‌لیکنې پروسه تمدید کړي.

هغه وویل "په ځینو ولسوالیو کې موږ د خویندو هیڅ نوم‌لیکنه نه لرو او په ځینو کې بیا په ډیره ټیټه فیصدي نوم‌لیکنه شوې، موږ د ښځو چارو له وزارت، مدني ټولنه بنسټونو او هغو ادارو چې د ښځو لپاره کار کوي، له موږ سره همکاري وکړي او ښځې د ولسوالیو شوراګانو نوماندۍ ته وهڅوي، موږ ژمنه کوو چې د ټاکنو کمیسیون له خوا هرډول آسانتیاوې چې وي، کمیسیون حاضر دی چې په اړه یې تصمیم ونیسي، که خویندې حاضر وي چې د ولسوالیو شوراګانو لپاره ځان کاندید کړي کمیسیون حاضر دی چې یوه بله نیټه وټاکي او هغوی ته وخت ورکړي چې له خپل دغه حق څخه محروم نه شي".

د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم‌لیکنې بهیر د روان لمریز کال د غبرګولي میاشتې په پنځمه پیل او ۲۲مه پای ته ورسید، چې په ترڅ کې یې د څه باندې ۶ سوه ښځو په ګډون شاوخوا ۶ زره کسانو د نوماندانو په توګه نوم‌لیکنه وکړه.

له ټاکنو څخه د څار ځینې بنسټونه د نوماندانو د نوم‌لیکنې په بهیر کې د ښځو لږ ګډون ته په اشارې وايي، چې د ټاکیزو بنسټونو د هڅو سربیره، بیا هم په یو شمیر ولسوالیو کې ښځینه نوماندانې نشته.

له آزادو او عادلانه ټاکنو څخه د څار بنسټ (فیفا) د ښځو او ځوانانو د څانګې مسولې مریم آروین بارکزۍ آمریکا غږ آښنا ته وویل، چې د ولسوالیو شوراګانو غړو ته د حکومت له خوا د مادي امتیازاتو نه ورکول، د ټاکنو په بهیر بې‌باوري او د عامه پوهاوي ټیټه کچه د دې لامل شوي، چې ښځې د نوماندانو د نوملیکنې په بهیر د پام وړ ونډه وانخلي.

آغلې بارکزۍ وویل "هغه لړ څیړنې چې موږ د یو دادخواه ګروپ په حیث د ښځو د ګډون لپاره درلودلې، چې باید موږ لږ ترلږه د ښځو ۲۵ فیصده سهمیه ولرو، خو متاسفانه اوس چې وینو دا شمیره ډيره ښکته ده او حتی زموږ اندیښنه دا ده چې په ولسوالیو شوراګانو کې دغه ۲۵ فیصده سهمیه ښځې پوره نه کړي".

د آغلې بارکزۍ پر وینا، د نوماند په توګه د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره یې د افغانستان په کچه د زرو مخکښو ښځو نوملړ هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته سپارلی وو، ترڅو کمیسیون دغه شمیر ښځې په ټاکنو کې د ګډون لپاره وهڅوي.

آغلې بارکزۍ دغه راز د رایې ورکونکو په توګه د ښځینه‌وو د نوم‌لیکنې په بهیر کې د ثبت شویو شمیرو په اړه بې‌باوري وښوده او وې ویل، د هغو شمیرو په پرتله چې د ټاکنو کمیسیو د ثبت شویو ښځینه رایې ورکونکو په اړه له رسنیو سره شریکې کړي، اصلي شمیرې خورا کمې دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهالویش پر بنسټ ټاکل شوې، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانې ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG