د لاس رسي وړ اتصالات

خوشي شوي امریکایان کور ته راغلل؛ شمالي کوریا بندیان کړي و


ولسمشر ټرمپ او میرمن یې هوايي ډګر ته د دغو کسانو ښه راغلاست ته ورغلي وو
ولسمشر ټرمپ او میرمن یې هوايي ډګر ته د دغو کسانو ښه راغلاست ته ورغلي وو

د متحدو ایالتونو هغه درې اتباع د پنچشنبې په شپه (مۍ۱۰) ناوخته امریکا ته را ورسېدل چې څو کاله مخکې شمالي کوریا نیولي او بندیان کړي وو.

دا له شمالي کوریا سره د متحدو ایالتونو د مخ پر ښه کېدونکو اړیکو په درشل کې تر ټولو ستر او ښه ګام بلل کیږي. شمالي کوریا دا کسان د جاسوسۍ په تور نیولي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه امریکايي اتباع له ځان سره یو ځای له شمالي کوریا څخه راوستل. ولسمشر ټرمپ او میرمن یې هوايي ډګر ته د دغو کسانو ښه راغلاست ته ورغلي وو.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ هم د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ یون سره هم ژر وویني.

مخکني معلومات

د مِتحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي هغه درې امریکایان چې په شمالی کوریا کې توقیف شوي وو، هغوی اوس خوشې شوي دي. دغه امریکایان د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره کورته راروان دي.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیوشمالي کوریا ته د یو بې سابقې ماموریت په ترڅ کې سفر وکړ , څو د شمالی کوریاله مشر کېم جانگ او سره،د ولسمشر ټرمپ په راتلونکي امکاني سفر بحث وکړي.

دهغه د سفر یو څرگند بری دادی چې هغه له درو خوشې شویو امریکايانو سره بیرته راستنیږي. د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سه شنبی په ورځ داخبره څرگنده کړله چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په شمالی کوریا کې دی.

د متحدو ا یالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ وویل پلانونه جوړشوي؛اړیکي ټینگیږي؛ امید دی یوه معامله ترسره شي".

د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو سفر شمالی کوریا ته ددې لپاره دی چی د جون په میاشت کې د ولسمشر ټرمپ د احتمالی ملاقات لپاره لارې چارې برابرې کړي.

د متحدو ا یالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ په دې اړه وویل: موږ به وگورو چې ددې هڅو نتایج به څه وي، کیدی شی ښه نتیجه ورکړي او کیدی شی نتیجه ورنکړي. که وشی نو د شمالې کوریا، جنوبی کوریا، جاپان ا و گردې نړۍ لپاره به غوره کاروي. موږ اسره من یو چې داهڅې کار ورکړي."

مایک پمپیو تردې مخکې هم یوځل د داپریل په میاشت کې شمالی کوریاته سفر وکړ. هغه وخت لا د سي آی اې رئیس و. خوداځل هغه د یوې بې سابقېعالی غونډې د لارو چارو د برابرولو لپاره کار کوي.

له بل پلوه، شمالی کوریا ته دمایک پمپیو سفر نن د چارشنبی په ورځ په توکیو کې له هغې درې اړخیزې عالی غونډې سره مصادف دی چې د جاپان د صدراعظم شنیزو ابې ، د چین د صدراعظم لي کي کیانگ او جنوبی کوریا د ولسمشر مون جې ان ترمنځ کېږي.

دغو درې واړو مشرانو په خپله وینا کې د ددو کوریاگانو ترمنځ د اټومی وسلو نه د کوریاگانو د پاکولو د گډو هڅو په تړاو خپل ملاتړ او ژمنه څرگنده کړله.

د جنوبي کوریا او شمالی کوریا ترمنځ ددې لپاره هڅې روانې دي چی شمالی کوریا له خپل اټومي پروگرام نه لاس واخلي.

د جاپان صدراعظم شنیزو ابېوویل: پکارده موږ هغو تازه هڅو تهچې له اټومې وسلو نهد کوریا د ټاپو وزمې د پاکولو ، سولې او امنیتلپاره په شمال ختیځه اسیا کېږيدوام ورکړو. ددې ترڅنگ له نړۍ والې ټولنی سره همکاري وکړو چی دامسله د شمالی کوریا له خوانه د پخوگامونو له اوچتولو سره تړلې وي.

هغه درې امریکایي بندیان چې نن له مایک پمپیو سره کورته رارواندي او شمالی کوریا کې ېې د بند شپې ورځې تیرولې څوک دي؟

خلک په ټلویزیون کې دهغو درو امریکايي توقیقیانو چې اوس آزاد شوي دی تصویرونه گوري. کیم دانگ چول کېن اړخ ته، ټوني کېم او کیم هاک سانگ ښي اړخ ته دي. دغه امریکایان اوس خپل هیواد ته راستنیږي.
خلک په ټلویزیون کې دهغو درو امریکايي توقیقیانو چې اوس آزاد شوي دی تصویرونه گوري. کیم دانگ چول کېن اړخ ته، ټوني کېم او کیم هاک سانگ ښي اړخ ته دي. دغه امریکایان اوس خپل هیواد ته راستنیږي.

په دغو دری امریکا کې کې ټونی کېم او هاک سانگ د شمالی کوریا د پلازمېنی پیونگ یانگ د ساینس او ټکنولوژۍ په پوهنتون کې درس ورکاوه. هغوی دواړه تیرکال په جلا ډول ونیول شول.

دریم امریکايی کیم دانگ چول د ٢٠١٥ کال د اکتوبر په میاشت کې په شمالی کوریا کې ونیول شو او په ٢٠١٦ کال د جاسوسۍ په تور پهلس کاله بند محکوم شو.

کله چې له ولسمشر ټرمپ نه پرون له ښاغلي پمپیو سرهد بندیانو د بیرته راستنیدلو په ا ړه پوښتنه وشوله هغههېڅ ډول ژمنه ونکړله. هغه وویل: موږ به ډیر ژر پوه شو. دابه غټه خبره وي که وشي. ډیر ژربه موږ ته معلومه شي.

یوشمیر ماهرانو د سه شنبی په ورځ امریکا غږ ته وویل د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو دویم سفر شمالی کوریا ته او ددې ترڅنگ د شمالی کوریا مشر کېم جانگ اون ملاقات د چین له ولسمشر شي جنپنگ سرهپه دې او نې کې دا واقعیت څرگندوي چې اټوميمذاکرات ډیر مهم پړاو ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG