د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د امریکا او حنوبي کوریا پرضد غبرګون ښودلی


شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو تمرینانو له کبله سخت غبرګون ښودلی دی او په تمریناتو کې یې د یوه هدف په توګه دخپل ملي بیرغ استفاده غندلې ده. دغه مشترک تمرینات د جمعې په ورځ ترسره شول.

په دې نظامي تمریناتو کې ۲ زره امریکايي او د جنوبي کوریا ځواکونو برخه اخیستې وه او په کښي د جټ الوتکو، ټانکونو او هلیکوبترو نه کار واخیستل شو. د تمریناتو هدف د ممکنې حملې په مقابل کې د ځوابي برید آزموینه وه. یادشويو تمرینات د کوریا د جګړې د ۶۲ کلیزې د لمانځلو سره سمون خوړو. په کال ۱۹۵۰ کې د جون پر ۲۵ نېټه باندي د کوریا جګړه پیل شوه.

دا لومړی ځل و چې په نظامي تمرینانو کې د شمالي کوریا د یوه غټ بیرغ نه د یوه هدف په توګه کار واخیستل شو.

په یوه بیانیه کې چې پرون د یکشبنې په ورځ خپره شوه، د شمالي کوریا حکومتي خبري آژانس دغه اقدام یو جدي نظامي عمل وګڼی او زیاته یې کړه چې دا یو راپارونکی سیاسي عمل وو.

په بیانیه کې پر امریکا باندي تور ولګول شو چې غواړي جګړه شروع کړي او د پیونګ یانګ پر پلان باندي ټینګار وشو چې د خپل پوځ روزنې ته به ادامه ورکړي.

XS
SM
MD
LG