د لاس رسي وړ اتصالات

متقاعدین: زموږ حقوق نه دي راکړل شوي؛ طالبان: د مشرتابه د هدایت په تمه یو


د افغانستان د تیرو حکومتونو د تقاعد شوو مامورینو د حقوقو ځنډېدو په اړه د انتقادونو سره هم مهاله، د مالیې وزارت د متقاعدینو د حقوقو ورکولو په برخه کې د یوې طرحې چمتو کېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې اړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د امر په تمه دي.

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې مشر افندي سنګر د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۷ (لېندۍ شپږمه) امریکا غږ ته د خپلو حقوقو نه ورکول کېدو په اړه په انتقاد سره وویل چې زیات شمېر تقاعد شوي مامورین په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او د خپلو حقوقو تر لاسه کېدو ته اړتیا لري.

ښاغلي سنګر زیاته کړه: "دوه کاله کیږي چې دولت زموږ حقوق نه دي راکړي او له خپلو حقوقو څخه برخمن شوي نه یو. په دې برخه کې مو زیاتې هڅې وکړې او د اسلامي امارت رهبرۍ ته مو خپل مشکلات وویل، په دې خاطر چې یو تقاعد شوی او د دولت کار کوونکی چې دوه کاله خپل معاش وانخلي، هغه ته ژوند سخت کیږي."

هغه زیاته کړه چې اوس مهال په افغانستان کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۴۹زره متقاعدین شته چې زیات شمېر یې په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او له تیرو دوو کلونو څخه یې خپل حقوق نه دي تر لاسه کړي.

د افغانستان د متقاعدینو د ټولنې مشر زیاته کړه چې دا د دوی مشروع حق دی او په خبره یې طالبان باید د هغوی د حقوقو ورکولو په برخه کې جدي اقدامات وکړي. هغه همدارنګه له نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو بنسټونو څخه وغوښتل چې هغوی باید هیر نکړي.

ښاغلي سنګر زیاته کړه: "نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې مداخله وکړي، دا صحيح ده چې موږ اقتصادي ستونزې لرو او هغوی باید زموږ سره په دې برخه کې همکاري وکړي... نړیوالې ټولنې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پوري د پخوانیو افغان نظامیانو سره د مرستې ژمنه کړې وه او هغوی ته یې وعده ورکړې وه چې تر دغه کاله د هغوی معاشونه ورکوو."

د محمد نعمان هاتفي په نوم یو بل ۵۷ کلن متقاعد کس امریکا غږ ته وویل چې د تیرو دوو کلونو یې خپل د تقاعد حقوق نه دي تر لاسه کړي او اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: "له بېخي زیاتو اقتصادي مشکلاتو سره مخ یو، خپل د کورنیو د غړو اولادونو او لسمیانو په ګډون د ۱۵ کسانو مسؤلیت په غاړه لرم. د کور د کرایې، د کورس فیس، د نجونو او هلکانو د پوهنتون فیس، ورځني لګښتونه، خوراکي مواد، د کورنیو د غړو د درملنې پیسې د فقر او مشکلاتو له امله نه شم برابرولی."

د محمد زمان په نوم یو بل افغان متقاعد هم وویل چې د خپلو حقوقو تر لاسه کولو په اړه موضوع یې څو ځله له طالب چارواکو سره شریکه کړې ده، خو وايي چې هغوی په دې برخه کې «زیات وخت نیولی» او په دې برخه کې تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.

نوموړي زیاته کړه: "د متقاعدینو د حقوقو ورکولو په برخه کې هم باید اوسنی حکومت او هم نړیواله ټولنه هڅې او توجه وکړي. په ځانګړي ډول له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د بشري حقونو د نورمونو په پام کې نیولو سره د افغانستان له خلکو په ځانګړي ډول له تقاعد شوو مامورینو سره د حقوقو ورکولو په برخه کې هر اړخیزه مرسته وکړي."

د حاجي امیر جان په نوم یو متقاعد شوي افغان هم امریکا غږ ته وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله، مجبور شوی چې خپل د کور زیات توکي وپلوري.

هغه زیاته کړه چې له زیات وخت راپدېخوا ناروغ دی او حتا د خپل ځان او کورنۍ د غړو د درملنې لپاره پیسې نلري. نوموړي له طالبانو څخه وغوښتل چې د هغوی د حقوقو ورکولو په برخه کې ځنډ ونکړي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي، په افغانستان کې د متقاعد شوو مامورینو د حقوقو په برخه کې یې یوه طرحه چمتو کړې ده او د متقاعدینو د اقتصادي ستونزو د هواري په برخه کې هڅې روانې دي.

د یاد وزارت ویاند احمدولي حقمل د یو ویډیوي پیغام په استولو سره امریکا غږ ته وویل چې دغه طرحه د طالبانو حکومت د کابینې لخوا تائید شوې ده او د توشیح لپاره د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ته استول شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د مالیې وزارت د ملا هبت الله اخندزاده د هدایت په تمه دی، حقمل وویل: "هغه چې هر ډول هدایت وکړ موږ د هغه مطابق خپل کار پیلوو."

دا داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویلي و چې د وران کال په بودجه کې د متقاعدینو حقوق هم په نظر کې نیول شوي دي او په خبره یې که چیري دغه بهیر پيل شي، متقاعدین به له بانکونو څخه خپل حقوق تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG