د لاس رسي وړ اتصالات

د تریاکو نېښګر، نېښ وهلو ته تیاری نیسي


د تریاکو نېښګر، نېښ وهلو ته تیاری نیسي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د تریاکو د حاصلاتو د را ټولولو موسم را رسیدلی او د نېښ وهلو لپاره يې ګڼ نېښګر د کندهار ځینو ولسوالیو او هلمند ته روان دي، تر څو د تریاکو حاصل راغونډ کړي.

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د تریاکو د حاصلاتو د را ټولولو موسم را رسیدلی او د نېښ وهلو لپاره يې ګڼ نېښګر د کندهار ځینو ولسوالیو او هلمند ته روان دي، تر څو د تریاکو حاصل راغونډ کړي.

نېښګر وايي سره له دې چې د تریاکو په پټیو کې د کار له امله ځينې د تریاکو په نشه هم روږدي کيږي، خو دوی د بې روزګارۍ له لاسه اړ دي چي د تریاکو په پټيو کې کار وکړي.

د کندهار د ځینو تمځایونو څخه هره ورځ یو شمېر نېښګر د تریاکو د حاصلاتو د راټولولو لپاره د کندهار او هلمند هغه ولسوالیو ته چې کوکنار په کې کرل شوي، ځي.

په دغو سیمو کې د تریاکو د حاصلاتو د را ټولولو موسم پېل شوی دی.

عبدالباري یو له هغه کسانو دی چې د تریاکو نېښ ته روان دی.

هغه وايي " ښار وتړل شو، بېکارې زیاته شوه، تر دې چې پر کور بې کاره ناست یو، ښه دی چې د تریاکو نېښ ووهو."

نږدې ټول نېښګر د بې روزګارۍ ستونزه یادوي او وایی د مجبورۍ له لاسه د تریاکو په پټیو کې کار کوي.

دوی وایي چې د تریاکو د نېښ له کبله زیاتره نېښګر د تریاکو په پټيو کې د ډېر کار له وجې په نشو هم اخته کیږي.

که څه هم سږکال د کندهار د ځینو ولسوالیو په ګډون په هلمند کې په زیاته کچه د تریاکو کښتونه کرل شوي خو بیه يې تر بل هر وخت ټيټه شوې.

سیمه ییز چارواکي وايي سږ کال د پرلپسې اورښتونو وروسته په هغو سیمو کې هم د تریاکو کښتونه شوي چې تېر کال یې د اوبو د کمښت له امله ځمکې وچې پاتې وې.
XS
SM
MD
LG