د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د فلورینس توپان له کبله ١٩ کسان مړه شوي


ساحلي ساتونکي له یو موټر والا سره مرسته کوي
ساحلي ساتونکي له یو موټر والا سره مرسته کوي

داوبو د زیاتوالي له امله د څمکې د ښوئېدلو امکانات شته دي، او له ویلمنگټن نه څوک وتلی نشی او نه څوک ورتللی شي، چارواکي وايي که څه هم توپان کمزوری شویدی خو خطر پېښولی شي.

داوبو د زیاتوالي له امله د څمکې د ښوئېدلو امکانات نشته دي، او له ویلمنگټن نه څوک وتلی تشی او نه څوک ورتللی شي، چارواکي وايي که څه هم توپان کمزوری شویدی خو خطر پېښولی شي.

د فلورنس توپان شدت راکم شوی خو سیلابونو د شمالي او جنوبي کارولینا ایالتونو ځینې سیمې سختې ځپلې دي. تراوسه نولس کسان په دغو طبیعي پېښو کې مړه شوي دي.

پر لویو لارو او واټونو اوبه پرتې دي او د لږترلږه اته سوه زرو کورونو برېښنا پرې شوې ده. چارواکي وایې چې بارانونه به دوام وکړي د او نورو سیلابونو د راوتو امکان شته دی.

که څه هم د فلورنس توپان کمزوری شوی دی، خو لا هم د اتلانتیک په منځني سواحلو کې پاتې دی، سیلابونه یې رامنځ ته کړي او وضعیت خراب دی.

زیات شمیر ښارونه او لویې لارې اوبو لاندې کړې دي او د اته سوه زره کورنیو بریښنا هم پرې شوې ده. چارواکو په سیمه کې د سختو بارانونو له کبله خبرداری ورکړی دی.

د فلورینس ویجاړوونکي توپان تازه حالات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:09 0:00

د یکشنبې ورځې راهیسې د فلورنس توپان څپې کمروزې شوې دي، خو چارواکي وايي لا هم په شمالي کارولینا کې خطر پر خپل ځای پاتې دی. ددغه ځای په مرکز او د غرونو خواوو ته سخت بارانونه شوې دي. د شمالي کارولینا والي رای کوپر وايي چې تراوسه د ۹۰۰ کسانو ژوند ژغورل شوی او له خلکو یې د همکارئ غوښتنه کړې ده.

د شمالي کارولینا د نیو بیرن سیمې خلک سختو سیلابونو ځپلي دي، زیاتره له سیمې څخه وتلي دي، خو یو شمیر نورو پریکړه کړې چې د توپان پروړاندې مبارزه وکړي.

د یکشنبې په ورځ د فلورنس توپان په یوه ساعت کې د پنځوس کیلو مترو په سرعت کې د جنوبي کارولینا په مرکز کولمبیا کې و، او د سا حل څخه ۲۵۰ کیلو متر لیرې و.

تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې د شمالي کارولینا په مرکز او ختیځ کې تر ۲۵ سانتي مترو پورې به اورښت وي، چې د سختو سیلابونو او ځمکو ښوویدو لامل به شي. همدا راز د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې به د توپان څپې د اوهایو سیند او شمال په طرف ولاړې شي.

XS
SM
MD
LG