د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا د امریکا پر گوام د توغندیو د برید پلان لري


شمالي کوریا وایي راکټونه به یې د گوام په شاوخوا ٣٠ کیلومترۍ کې ولگیږي
شمالي کوریا وایي راکټونه به یې د گوام په شاوخوا ٣٠ کیلومترۍ کې ولگیږي

شمالی کوریا د چهارشنبې په ورځ علان وکړ چې په آرام سمندر کې د امریکا د ګوام پر سیمه د توغندیو د ویشتلو لپاره به د اګست تر نیمایي پورې یو مفصل پلان ولري.

شمالي کوریا همداشان د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه خبرداری ردوي چې ګني د هغه هیواد د سوسیالیستي رژیم پرخلاف به یو پوځي اقدام وکړي.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ ژمنه وکړه که شمالي کوریا په پرله پسې ډول امریکا وګواښي، نو له یو داسې قهر و غضب سره به مخامخ شي چې نړۍ لیدلی نه وي.

خو د شمالي کوریا د ستراتژیکو راکټونو د ځواکونو قوماندان جنرال کیم راک ګیوم د کوریا مرکزي خبري اژانس ته وویل چې له ولسمشر ټرمپ سره "سمې خبرې" امکان نه لري او هغه یې داسې یو سړی وباله چې "منطق نه لري" او پر هغه یوازې زور کار کولای شي.

هغه همداراز وویل چي د هواسونګ-۱۲ څلور توغندي به وویشتل شي چې د ۳۳۵۶ کیلومترو په لوړوالي به د جاپان د پاسه تیر او د ګوام له ټاپو سره به د دیرشو یا څلویښتو کیلومترو په واټن په اوبو کې وغورزیږي.

جنرال کم زیاته کړه چې دغه پلان به د اګست تر نیمايي پای ته ورسیږي او د هیواد د لوی قوماندان د امر لپاره به چمتو شي.

د شمالي کوریا تازه ځواب د هغو سختو خبرو یوه برخه تشکیلوي چې تیره اونۍ د واشنګټن او پیونګایانګ ترمنځ تبادله شوې دي.

د چهار شنبې په ورځ د دفاع وزیر جم مټیس وویل: که شمالي کوریا جګړه پیل کړي، نو د محو کیدو له خطر سره به مخامخ شي.

هغه په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې متحده ایالات او متحدین یې اوس په نړۍ کې د تر ټولې دقیقې، آزمایل شوې او قوي دفاعي او تهاجمي وړتیاوې لري.

د شمالي کوریا د نوي اعلان په اړه جاپان او جنوبي د چهار شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې یو قوي غبرګون به وښيي.

د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست دفتر له شمالي کوریا وغوښتل چې خپل لمسوونکي اقدامات ودروي، ځکه چې دا د هیچا په ګټه نه دي.

د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست ویاند پارک سوهیون وویل "د ملي امنیت شوری له متحده ایالاتو او له نورو سترو هیوادونو سره په همکارۍ د کوریا په ټاپووزمه کې د کړکیچونو د کمولو او د سولې د ټینګولو لپاره د لازمو ګامونو د پورته کولو پریکړه کړې ده چې پکې د شمالي کوریا سره خبرې هم شاملې دي."

جاپان هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې د جاپان او متحده ایالاتو د اتحاد د ټینګولو لپاره خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړي.

د جاپان د کابینې په چارو کې د دولت وزیر یوشيهیدا سوګا وویل چې جاپان او متحده ایالاتو موافقه کړې ده چې د خپلو دفاعي وړتیاو د لا ښه کولو لپاره به ځانګړي اقدامات وکړي.

د ولسمشر ټرمپ له خبرداري نه وروسته د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او د سپینې ماڼۍ مرستیالانو هڅه کړې ده چې د ولسمشر خبرې بیرته واخلي او د دې مسئلی د لا شدت مخه ونیسی.

XS
SM
MD
LG