د لاس رسي وړ اتصالات

د کوریا جګړې تر کالیزې وړاندې شمالي کوریا دوه توغندي وار کړي


پداسې حال کې چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته د کوریا د جګړې پای ته رسیدو کالیزه ولمانځل شي، شمالي کوریا په سیمه ایز وخت دوشنبې جولای ۲۴ (زمري۲) د شپې ناوخته دوه بالاستیک توغندي وار کړیدي.

په جاپان او جنوبي کوریا کې مطبوعاتو د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په حوالې لیکلي چې دا توغندي هوا ته تقریباً ۴۰۰ کیلو مټره پورته ولاړل او وروسته په بحر کې ولویدل.

د یونهاپ خبري اژانس د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز له قوله په راپور کې ویلي، " زمونږ پوځ د شمالي کوریا دوه بالاستیک توغندي کشف کړل چې د پیونګ یانګ سره نږدې سیمو څخه د بحر په لور د شپې په ۱۱ بجو او ۵۵ دقیو وار شوي و.

شمالي کوریا دا تازه توغندي داسې مهال وار کړي چې ټاکل شوې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د کوریا د جګړې پای ته رسیدو ۷۰ مه کالیزه ولمانځل شي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي چې ټاکل شوې د چین څخه یو جګپوړی پلاوی به د جګړې پای ته رسیدو په مناسبت مراسمو کې د برخې اخیستو لپاره دې هیواد ته ورشي.


دا د ۲۰۱۹ کال راپدیخو چې د کرونا وبه خپره شوی لومړی ځل دی چې د چین یو جګپوړی چارواکی شمالي کوریا ته ځي.


د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ جګړه د ۱۹۵۳ میلادي کال د جولای د میاشتې په ۲۷ مې د اوربند یوې موافقې لاسلیک کولو وروسته پای ته ورسیده .

خو دا جګړه چې په ۱۹۵۰ کې پیل شوې وه لا هم په تخنیکي لحاظ پای ته نده رسیدلې ځکه چې د دواړو کوریاګانو تر منځ د سولې نه بلکې د اورنبد تړون لاسلیک شوی.

که له یوې خوا جنوبي کوریا او متحده ایالاتو دفاعي همکاري ډیره کړې بل خوا بیا شمالي کوریا د توغندیو آزمایښتونه ډیر کړي ځکه شمالي کوریا د سیول او واشنګټن تر منځ په نږدیوالې اندیښنه لري او د دوي ګډ نظامي تمرینات په پیونګ یانګ د برید لپاره چمتوالی بولي.

د شمالي کوریا مشر د خپل هیواد په چارواکو امر کړی چې د اتومي وسلو په ګډون دې د وسلو انکشاف چټک کړي او په ځواب کې بیا امریکا او جنوبي کوریا ګډ نظامي تمرینات کړي او امریکا د کوریا په ټاپو کې پرمختللې جنګي الوتکې او په اتومي وسلو سمبال اوبتل او بم غورځوونکي الوتکې ځای پر ځای کړي.


جنوبي کوریا ویلي چې د ۱۹۸۱ میلادي کال راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د متحده ایالاتو یو اوبتل چې په اتومي وسلو سمبال دی د دې هیواد ټاپو ته رسیدلی.

XS
SM
MD
LG