د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا د رهبر ورور ووژل شو


داسې باور کیږي چې دا تصویر د شمالي کوریا د مشر د وژل شوي ورور وي.
داسې باور کیږي چې دا تصویر د شمالي کوریا د مشر د وژل شوي ورور وي.

نا معلومه کسانو د شمالي کوریا د مشر، کیم جونګ ین، ناسکه ورور د دوشنبې په ورځ په مالیزیا کې ترور کړی دی.

د جنوبي کوریا یونهاپ ویپاڼې د کیم جونګ د وژل کیدو خبر د حکومتي چارواکو له خولې خپور کړ ، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

امریکا غږ د جنوبي کوریا د ملي امنیت له څانګې سره اړیکه ونیوله چې، خو هغوی دا خبر نه رد کړ او نه یې هم تاید کړ.

دوو ښځو، چې پټې استخباراتې مامورانې بلل کیږي، د کولالمپور په هوايي ډګر کې کیم جونګ نام ته د زهرو پیچکارۍ کړي او تښتېدلي دي.

کیم جونګ نام یو مهال د شمالي کوریا د مشرتابه ځای ناستی بلل کېده، خو په ۲۰۰۱ کال کې په جعلي پاسپورټ جاپان ته د تللو له ناکامې هڅې وروسته، له پامه وغورځول شو.

له همدغې پېښې وروسته هغه په یو ډول نه یو ډول پټ ګرځېده چې ډېر به د چین تر واک لاندې د ماکو په سیمه کې اوسېده.

XS
SM
MD
LG