د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او جنوبي کوریا ګډ نظامي تمرینونه؛ شمالي کوریا بیا بالستیک توغندی وتوغاوه


شمالي کوریا خبرداری ورکړی و چې د جنوبي کوریا او امریکا د پوځ ګډ تمرینات جګړې کولو ته پارونه ده.
شمالي کوریا خبرداری ورکړی و چې د جنوبي کوریا او امریکا د پوځ ګډ تمرینات جګړې کولو ته پارونه ده.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ګډ پوځي تمرینونه روان دي، شمالي کوریا یکشنبه مارچ ۱۹ (کب ۲۸) د لنډ واټن بالستیک توغندی د سمندر په لور وتوغاوه.

دا په همدې روانې اوونۍ کې څلورم ځل دی چې شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په غبرګون کې توغندي واروي.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز د شمالي کوریا د تازه توغندي ازمویلو په هکله ویلي، "زمونږ پوځ د لنډ واټن یو بالستیک توغندی کشف کړی چې د سهار په ۱۱:۵ د شمالي پیونګان ولایت څخه د سمندر ختیځ لور ته وتوغول شو".


د جنوبي کوریا د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا توغندی تقریباً ۸ سوه کیلو مټره هوا ته پورته شو او د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا استخباراتي ادارې پدې هکله ارزیابۍ کوي.

په اعلامیې کې د شمالي کوریا دا کړنه "جدي پارونه" او د ملګرو ملتونو د بندیزونو څخه سرغړاونه بلل شوې.

په اعلامیې کې راغلي، "زمونږ پوځ به ټینګ چمتوالی ولري او د شمالي کوریا هر ډول پارونې ته به قاطع ځواب ووایي او ګډ پوځي تمرینونه به هم روان وي".

د هند – آرام سمندر کې د متحده ایالاتو د پوځ قوماندانۍ د شمالي کوریا د توغندي وارول غندلي او په یوې اعلامیې کې یې ویلي چې دا ډول کړنې د شمالي کوریا د هغو وسلو بې ثباته کوونکی اغیز څرګندوي چې په استعمال یې بندیز دی.


جاپان هم د دې توغندي واریدل تائید کړي. د جاپان د صدراعظم مرستیال خبریالانو ته وویل چې پدې هکله یې خپل جدي اعتراض څرګند کړی او په سخو ټکو یې غندلی دی.

تر دې وړاندې شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون کې بین القاروي توغندی هم توغولی و.

واشنګټن او سیول په همدې روانې اوونۍ کې یوولس ورځني ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل. دوي داسې پراخ نظامي ځمکني تمرینات پيل کړي چې په تیرو پنځو کالونو کې یې نه دي کړي. دواړه متحدین ټینګار کوي چې نظامي تمرینات د تیر کال راپدیخوا ځکه پراخ او چټک شوي چې شمالي کوریا د ریکارډ په کچه توغندي آزمایلي او توغولي دي.

سره لدې چې شمالي کوریا ټنیګار کوي د توغندي تازه ازمایښت یې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو نظامي تمریناتو په غبرګون کې دی خو دې هیواد په تیر یو کال پرته له کومې پارونې دومره توغندي توغولي چې ساری نلري.

دې هیواد په ۲۰۲۲ کال کې ۹۰ توغندي وآزمایل چې هیڅکله یې په یو کال کې دومره ډیر توغندي نه و آزمایلي. شمالي کوریا تیر کال د نومبر د میاشتې په پیل کړې په یوه ورځ ۲۳ توغندي وتوغول.

شمالي کوریا په ۲۰۰۶ کال راپدیخوا شپږ ځله د اتومي وسلو آزمایښت کړی او امریکا او جنوبي کوریا دواړو خبرداری ورکړی چې دا هیواد د اتومي وسلو بل آزمایښت لپاره بشپړ چمتوالی لري.

XS
SM
MD
LG