د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن: شمالي کوریا دې د توغندیو ازموینې بندې کړي


د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، د آسیان په غونډه کې د فیلیپین په مانیلا کې. د آگست په شپږمه، ٢٠١٧ کال
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، د آسیان په غونډه کې د فیلیپین په مانیلا کې. د آگست په شپږمه، ٢٠١٧ کال

د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په فېلیپین، تایلند او مالیزیا کې په رسمی سفریوخت دی. د هغه د سفر مقصد دادی چې له دغو هېوادونو سره د امریکا پر اقتصادي او امنیتي همکاريو بحث وکړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن ددو شنبی په ورځ په مانیلا کې وویل د ملگرو ملتونو نوی پریکړه لیک د شمالی کوریا په برخه کې وايي په دې مسله کې دخیلې خواوې د کوریا د ټاپو وزمې په اړه که شرایط مساعد شي خبرې کولی شي.

ښاغلي ټیلرسن د سیمه ئېز امنیتی کنفرانس آسیان په ترڅ کې وویل د ملگرو ملتونو دنویو بندیزونو تعمیل به په ډېر دقت وڅارل شي. دغه پریکړه لیک شمالي کوریا ته یو داسې پېاوړی پیغام وراستوي چې پکارده شمالی کوریا پرې پوه شي چې نړۍ ترینه څه ډول توقعات لري.

شمالي کوریا د نویو بندیزونو خلاف د سخت انتقام لوړه وکړله
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:46 0:00

دمتحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل: پکارده شمالی کوریا داسې اقدامات وکړي چې زموږ ټول اهداف سرته ورسېږي او هغه د کوریا د ټاپو وزمې غیر اټومی کېدنه ده."

ښاغلي ټیلرسن وویل داچې روسیې او چین ددغو بندیزونو ملاتړ وکړ داڅرگندوي چې نړۍ واله ټولنه توقع لري چې له شمالی کوریا سره مرسته وکړي چې واقعیتونه قبول کاندي.

ټیلرسن زیاته کړله چې موږ له شمالی کوریا سره د خبرو لپاره لارې خلاصې پرېښې دي، که هغوی د خبرو لپاره هیله لري نو موږ به ېې واورو.

دمتحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل: هغه بهترینه اشاره چی شمالی کوریا موږ ته راکولی شي چی دوی خبرو ته چمتودي، هغه داده چی دخپلو توغندیو ازمویل بند کاندي. زه گمان کوم چی دابه لومړۍ او غښتلې اشاره وي چی هغوی ېې موږ ته راکولی شي چی دخپلو توغندیو وارول بندکاندي".

متحدو ایالتونو د چین ملاتړ د نویو بندیزونو په اړه وستایه. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي وویل: موږ د شمالی کوریا د ټاپو وزمی پر مسله خبرې وکړلی. ملگرو ملتونو د شمالي کوریا خلاف نوی پریکړله لیک منظور کړ. دواړو خواو داخبره تصدیق کړله چې پکارده موږ په بشپړه او هراړخیزه توگه د ملگرو متلونو دانوی پریکړه لیک عملي کړو".

خو شمالي کوریا نن ددوشنبی په ورځ لوړه وکړله چی خپله اټومي جبه خانه تقویه کړی او له متحدو ایالاتو نه د ملگرو ملتونو د نویو بندیزونو د لگولو په تړاو غچ واخلي. شمالی کوریا دملگریو ملتونو تازه بندیزونه وغندل او هغه ېې پر خپل استقلال او حاکمیت تعرض وباله.

شمالی کوریا دکال دری بلیون ډالر کلنی عایدات لري خو د بندیزونو له ا مله دصادراتو په درو کې یوې برخې ته تاوان ور اووښتلی شی. پردې سر بیره د شمالی کوریا پر سکرو اونورو صادراتو چی بیه ېې دکال یوملیارد ډالرو ته رسېږي هم بندیز لگول شویدی.

په ملگرو متلونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي وویل د شمالی کوریا پر خلاف تردې پخوا دومره سخت اقتصادي بندیزونه نه و لگول شوي.

سپنیې ماڼۍ وویل دمتحدو ایالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ او د جنوبی کوریا جمهوررئیس مون جې ان د یکشبنی په ورځ ټېلیفوني خبرې وکړلی. هغوی دواړو په دې موافقه وکړله چې شمالی کوریا دخپلو وروستیو بیلسټیک توغندیو د ازموینو له امله د نړۍ زیاتې برخې ته خطر پېښوي.

په دې خبرو کې دواړو مشرانو د ملگرو ملتونو د امنیت د شوری له خوانه پر شمالي کوریا هغه نوي بندیزونه وستایل چې د شنبې په ورځ داگست په پنځمه د رایو په اتفاق منظورشول.

XS
SM
MD
LG