د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا آزموینه په نړیواله کچه وغندله شوه


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د نړۍ د مشرانو سر یو ځای د شمالي کوریا وروستۍ آزموینه وغندله. دغه راکټي آزموینه ناکامه شوه او راکټ د توغولو څه موده وروسته په سیند کې راولویدی.

ښاغلي بانکي مون وویل چې سره له دې چې دغه آزموینه ناکامه شوه خو د شمالي کوریا عمل د نه منلو وړ کار دی او د نړیوالې ټولنې د دریځ په مغایرت کې واقع کېږي.

سپینې ماڼۍ هم د شمالي کوریا پر دې اقدام باندي نیوکه وکړه. د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل چې دغه اقدام سمیه ایز امنیت ته ګواښ پېښوي او دا څرګندوي چې پیونګ یانګ خپلې پیسې پر پروپاګند او وسلو باندي مصرفوي په داسي حال کې چې خلګ یې د لوږي سره مخامخ دي.

د جنوبي کوریا چارواکو وویل چې د شمالي کوریا آزموینه د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو په مغایرت کې ترسره شوه چې وايي شمالي کوریا دي بالیستکي توغندۍ نه آزمويي.

د جنوبي کوریا د باندنیو چارو وزیر کیم سون هون داسي وویل: ،،آزمونږ حکومت د شمالي کوریا عمل چې د نړیوالې ټولنې د منع کولو برسیره یې آزموینه وکړه، غندي. شمالي کوریا دي خپل د دې عمل بشپړ مسولیت په غاړه واخلي.،،

ویل کېږي چې نن د جمعې په ورځ به کله چې دغه موضوع د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې مطرح شي نو لویدیځ هیوادونه به د شمالي کوریا پر ضد د نورو غندونو وړاندیزونه هم وکړي. خو ناظرین بیا وايي چې ددغه دمخه لا په انزوا کې پروت هیواد پر ضد به نور بندیزونه ونه لګول شي.

XS
SM
MD
LG