د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا بل توغندی آزمایلی چې ګمان کیږي بین الابراعظمي توغندی به وي


د جنوبي کوریا پوځ جمعه نومبر ۱۸ (لړم۲۶) ویلي چې شمالي کوریا یو بل توغندی آزمایلی او داسې ګمان کیږي چې بین الابراعظمي توغندی به وي.

د دې توغندي د آزمایښت څخه یوه ورځ وړاندې پیونګ یانګ خبرداری ورکړی و چې د متحده ایالاتو او متحدینو د زیاتیدونکو نظامي کړنو په غبرګون به جدي اقدام کوي خو جزیات یې نه ورکړي.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز ویلي چې دا توغندی په محلي وخت د سهار په لسو بجو او شلو دقیقو آزمایل شوی او دا یې هم ویلي چې دا توغندی په سمندر کې د شمالي کوریا ختیځ ساحل لوري ته توغول شوی.

د جنوبي کوریا د پوځ په اعلامیې کې د توغندي د آزمایښت په هکله نور جزیات ندي ورکړل او دا هم پکې ندي ویل شوي چې دې توغندي څومره واټن وهلی.

دا په روانې اوونۍ کې دویم ځل دی چې شمالي کوریا بلاستیک توغندی آزمایي. تر دې وړاندی د پنجشنبې په ورځ شمالي کوریا د لنډ واټن بلاستیک توغندی وازمایه چې په سمندر کې ددې هیواد په ختیځ ساحل کې ولګید.

شمالي کوریا په روان میلادي کال کې څه باندې ۷۰ بلاستیک توغندی آزمایلي چې په تاریخ کې ساری نلري. په آزمایل شویو توغندیو کې څو بین الابراعظمي توغندي هم شامل دي.

د شمالي کوریا د پنجشنبې ورځ د آزمایښت څخه وروسته د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وویل چې دا آزموینې سیمه بې ثباته کوي خو تر څنګ پدې هم ټینګار کړی چې متحده ایالات به په سیمې کې د خپلو متحدینو دفاع ته ژمن پاتې شي.

XS
SM
MD
LG