د لاس رسي وړ اتصالات

د سره صلیب ملي غونډې کې دوو افغانانو ته جایزې ورکړل شوي

د ناروې له بېلابېلو سیمو څخه څه باندې ۵۰۰ استازي د تیرې اوونۍ په پای کې ددې هیواد د سره صلیب په ملي غونډه کې راټول شول.د ملي غونډې له مهمو شېبو څخه یوه هم عایشې او یما ولسمل ته چې خور او ورور دي، د سره صلیب د جایزې ورکول وو.

دا مهمه غونډه په ناروې او د نړۍ په کچه د ټولنو پر وړاندې د شته بشري ننګونو او د هغو د حل پر لارو چارو متمرکزه وه.

په غونډه کې د سره صلیب استازي، رضاکاران او مشران سره راغونډ شوي و څو په راتلونکو کلونو کې د مخ پر زیاتېدونکو بشري اړتیاوو او د دې سازمان د غبرګون په اړه خبرې وکړي.

د غونډې په ترڅ کې ګډونوالو د راتلونکو دریو کلونو لپاره د سره صلیب د فعالیتونو عمومي لوری تصویب کړ او نوي مشران یې وټاکل.

دغې ادارې عایشې او یما ولسمل ته ددې جایزې په ورکړې د هغوی ونډې او بشري ارزښتونو ته د ژمنتیا ستاینه وکړه. د هغوی درناوی د غونډې د یوه پراخ پیغام یوه برخه هم وه او هغه دا چې هغه کسان چې د خپل غږ، تجربې او ژمنتیا له لارې د انسانانو کړاوونه را برسېره کوي او له نورو سره مرسته کوي، کولای شي د بشري چارو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

دا غونډه تر ډېره د سره صلیب پر راتلونکو لومړیتوبونو او د سازمان پر راتلونکي لوري متمرکزه وه خو د ناروې د سره صلیب ملي غونډه یوازې ددې سازمان د پرېکړو او ټاکنو په اړه نه وه بلکه د انسانانو په اړه بحثونه هم پکې نغښتي و، په ځانګړې توګه د هغو کسانو په اړه چې ژوند یې د جګړو، شخړو، طبیعي او نورو ناورینونو، بې‌ځایه کېدو او بحرانونو له امله اغېزمن شوی دی.

د غونډې په اوږدو کې ګډونوالو د جګړو او شخړو د بشري پایلو په اړه پیاوړې او اغېزمنې کیسې واورولې.

د اوکراین د سره صلیب، فلسطینۍ سرې میاشتې او د سوډان د سرې میاشتې استازو او همکارانو خپلې تجربې له ګډونوالو سره شریکې کړې او هغه ستونزې یې بیان کړې چې د نړۍ د ځینو تر ټولو جدي بشري بحرانونو په منځ خلک ورسره مخ دي.

په غونډه کې ګډونوالو د چمتووالي پر اهمیت هم ټینګار وکړ. ګډونوالو بحث وکړ چې سره صلیب څنګه کولای شي د بحرانونو پر وړاندې د خپل غبرګون وړتیا پیاوړې کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې کله بېړني حالات رامنځته کېږي، نو مرستې باید په چټکۍ سره اړمنو خلکو ته ورسېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG