د لاس رسي وړ اتصالات

نکي هیلي: مفتشین باید د ایران نظامي اډو ته د ورتګ اجازه ولري


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نکي هیلي د جمعې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشینو ته باید د ایران نظامي اډو ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

میرمن هیلي وایي پدې کار سره به دا یقیني شي چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو سره د اتومي موافقې نه چې په ۲۰۱۵ کال کې یې کړیده، پټ فعالیت نکوي.

میرمن هیلي وویل چې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ په مفتشینو بوره باور لري خو زیاتوي چې " ایران په ښکاره د دروغو ویلو تاریخ لري او په پټه خپل اتومي پروګرام پر مخ وړي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره چې د اتریش په پایتخت ویانا کې د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته په سفر تللې وه، په نیو یارک کې په خبري کنفرانس کې وویل چې د ملګرو ملتونو مفتشین باید د خپل ټول واک او اختیار نه ګټه واخلي او دا دې یقیني کړي چې ایران د اتومي موافقې د مادو پر اساس عمل کوي.

ایراني چارواکو خپلو نظامي اډو ته د نړیوالو مفتشینو د ورتګ موضوع جدي رد کړیده او ویلي دي چې که دا کار وشي، سخت عواقب به ولري.

XS
SM
MD
LG