د افغانستان د ملي یوالي د حکومت د تېر یو کال مهمې پېښې د تصویر په ژبه.
د افغانستان د ملي یوالي حکومت یو کلن شو، په تصویرونو کې یې وګورﺉ

۱
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړه د انتخاباتو د ګټلو دعوه کوله، لانجې یې ډېرې وکړې خو، بلاخره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري منځګړی شو او دواړو غاړو د ملي یوالي حکومت جوړولو ته غاړه کېښوده.

۲
محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په ۲۹ نېټه د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

۳
ولسمشر غني، اجرايي ریس او د هغه مرستیالانو ته د وفادارۍ لوړه ورکړه.

۴
د افغانستان د ملي یوالي د حکومت په لومړیو ورځو کې د کابل- واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو.