د لاس رسي وړ اتصالات

پرایران بندیزونو افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو لړۍ چټکه کړې


د هرات ولایتي چارواکي وايي د ۲۰۱۹ میلادي کال په څلورو میاشتو کې دغه ولایت ته له ایران څخه شاوخوا اویا زره افغان کډوال ورغلي دي.
د هرات ولایتي چارواکي وايي د ۲۰۱۹ میلادي کال په څلورو میاشتو کې دغه ولایت ته له ایران څخه شاوخوا اویا زره افغان کډوال ورغلي دي.

افغان سیمه ییز چارواکي وايي، په تیرو څه باندې څلور میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو لړۍ په بې ساري ډول چټکه شوې او یوازې هرات ته تر تیرې اونۍ پورې شاوخوا اویا زره افغان ګډوال له دغه هیواد څخه ورغلي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې " آی او ایم" هم له بهرنیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو د بهیر په اړه په خپل یو تازه راپور کې ویلي، چې د ټولو هغو ۱۷۵ زرو او څلور سوه یو نوي، افغانانو له ډلې، چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال له پیل څخه د می د میاشتې تر یوولسمې پورې خپل هیواد ته ستانه شوي، شاوخوا یو نوي زره پنځه سوه تنه یې له ایران ایستل شوي افغان کډوال دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې په دغه راپور کې، چې تیره ورځ ( ثور۲۵مه) یې خپور کړی ویلي، چې په تیرو څه باندې څلورو میاشتو کې له ایران څخه ټول ۱۶۵ زره ۵۱۰ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

په هرات کې د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو رئیس احمد جاوید نادم، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې له ایران څخه د هرات له لارې افغانستان ته د افغان ستنیدونکو کډوالو شمیر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

ښاغلي نادم وویل، چې هره ورځ دغه ولایت ته شاوخوا زر ستنیدونکي افغان کډوال ورځي.

هغه وویل، په ستنو شوو افغان کډوالو کې ښځې، بې سرپرسته ماشومان او په نشو روږدي افغانان هم شامل دي.

د هرات د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو رئیس وویل، د روان کال له پیل څخه تر دې اونۍ پورې له اویاو زرو څخه زیات افغان کډوال له ایران څخه هرات ته ورغلي دي.

ښاغلي نادم وویل " مونږ هره ورځ د زرو او یو زرو پنځه سوو تنو پورې خپلو هیوادوالو د ستنیدلو شاهدان یو او تراوسه، چې د مالي کال دوهمه ربعه روانه ده، نږدې څلویښت زره زمونږ هیوادوال په خپله خوښه او همداشان نږدې دیرش زره نور شړل شوي افغان کډوال لرو، چې هیواد ته راغلي دي".

ښاغلي نادم ادعا وکړه، چې په ستنو شوو افغانانو کې شاوخوا شپږ سوه یې هغه افغان کډوال هم شامل دي، چې په ایران کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو د لرلو سره سره افغانستان ته شړل شوي دي.

د هرات ولایت د مهاجرینو او ستنیدونکو د چارو رئیس وویل، چې له ایران څخه په خپله خوښه د ستنیدونکو افغانانو د ستنیدلو یو ستر علت پر ایران د امریکا بندیزونو وروسته په دغه هیواد کې اقتصادي بحران دی، چې له امله یې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې ایراني ریال تر ډیره خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

یو شمیر ستانه شوو افغان کډوالو هم امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې له ایران څخه د ستنیدلو یو لوی علت یې په دغه هیواد کې اقتصادي بحران وو او دوی، چې کوم عاید ترلاسه کوه د دوی د ورځینو اړتیاو د پوره کیدو لپاره یې کفایت نه کوه.

له ایران څخه افغانستان ته اکثره مهاجرین د هرات د اسلام قلعه بندر، فراه او نیمروز ولایتونو له لارو ستنیږي.

XS
SM
MD
LG