د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان په هیګل دره کې عملیات شوي


د نورستان په هیګل دره کې عملیات شوي
د نورستان په هیګل دره کې عملیات شوي

د ملي اردو دويمې لوا مطبوعاتي مسؤل جګړن شيرين آقا وايي چې د نورستان په ولايت کې د يومحلي قوماندان په ګډون دولس تنه وسله وال مخالفين د يو لړ چاڼيزوعملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي. دده په وينا دغه عمليات تېره شپه د هليګل دره کې شويدي.

دى وايي چې په نيول شويو کسانوکې دسيمې يو وتلى قوماندان هم شامل دى.

شيرين اقا وايي چې دغه عمليات يې د استخباراتي معلوماتو ترلاسته راوړلووروسته ترسره کړي دي. دى وايي له دوى سره په دغو عملياتو کې د ائتلاف قواوې هم شاملې وې.

جګړن شيرين اقا وايي چې په دې جګړه کې دواړوښکېلوخواوو او ولسي خلکو ته کوم زيان نه دى رسېدلى. شيرين اقا وايي چې نيول شوي کسان دامهال د کونړ په ولايت کې د افغان او بهرنيو قواوو په ګډ پوځي مرکز کې تر پوښتنو ګروېږنولاندې دي.

نوموړى دغه څرګندونې پرداسې مهال کوي چې وسله والو طالبانو لاتردې دمه ددوى ددغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

ياده شوې سيمه يوه غرنۍ سيمه ده چې دوسله والومخالفينوترګواښ لاندې پرته ده اووخت ناوخت ترې دجنګ جګړو، چاودنواوبريدونوغږ راپورته کیږي.

نورستان دهېواديوله هغو غرنيو ولايتونو څخه ګڼل کېږي چې اوږده سرحدي پوله لري،وخت ناوخت دسيمې دچارواکوپرويناوسله وال مخالفين دبريدونولپاره له دغې عراضۍ ګټه اخلي .

بل لورته دژمي په دغه کړنګ موسم کې دسيمې خلک دواورودسخت اورښت له امله له ډېروستونزوسره لاس وګريوان شوي،دسيمې خلک اوچارواکي وايي چې له مرکزه دروته وتلې لارې دواورودزيات اورښت له امله تړل شوي دي ،دموټروتګ راتګ خوپرېږده چې پلى تګ هم پرې نه شي کېدای.

په مشرانوجرګه کې دنورستان ولايت استازي حافظ اشنا راديوته ديوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې دامهال دسيمې خلک دواورودزيات ورښت له امله په کورکې بنديان پراته دي،ده اندېښنه وښوده چې که دولت اونړۍ واله ټولنه دغه ولايت ته خپلې بشري مرستې ژرترژره ونه رسوي نوپه دغه سيمه کې به يولوى بشري ناورين رامنځته شي.

دى وايي پرغرونواودرودومره واوره ورېدلې چې ځنګلي څاروي هم سمې ته راښکته شوي دي. نوموړى وايي دنورستان خلکودقومي تړوپربنسټ د څارويو او مارغانو ښکار بند کړى دى خواوس چې څاروي هوارې ته راکېوتي دي نوددغه ولايت پوليسوپرې ډزې کړي دي.

ده پردغه حالت خپله خواشيني وښوده اودسيمې له چارواکويې غوښتنه وکړه چې ددغې سيمې ښکلادې نه وژني.حافظ وايي دسيمې خلکوبه په خوا موسيمي حالاتوته په کتوسره دژمي لپاره دخوراک اوپوښاک شيان برابرول، خوسږ موسم بې وخته راغى،خلکولا له وړاندې ژمني شيان ترستوني تېرکړي اوخوندي کړي وو.

نورستان د افغانستان يوله هغوولايتونوڅخه ګڼل کېږي چې دژمي په موسم کې تل دواروترګواښ لاندې وي خودسيمې خلک دموسم تررادبره کېدووړاندې د خوراک او پوښاک شيان برابروي .

XS
SM
MD
LG