د لاس رسي وړ اتصالات

نورستان کې د افغان ځواکونو عمليات پای ته ورسیدل


نورستان کې د افغان ځواکونو عمليات پای ته ورسیدل
نورستان کې د افغان ځواکونو عمليات پای ته ورسیدل

پوځي چارواکي وايي په دغه ولایت کې د تیرو دوو اونیو راهیسې دا عملیات روان وو، او پرون پای ته ورسیدل.

ددغو عملیاتو هدف د نورستان ولايت په بېلابېلو سيموکې د وسله والو مخالفينو له منځه وړل او له هغوی نه د لويو لارو خلاصون ښودل شوی دی.

په خيتځو ولايتونو کې د سېلاوو قول اردو وياند هاتفي په وينا په دغوعملياتو کې د دوی درې تنه پوځيان زخميان شوي دي او وسله والو مخالفينو ته یې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي خودامهال يې کره شمېرده ته څرګند نه دى.

ده دا هم وويل چې په دغوعملياتوکې يې له وسله والو مخالفينو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

هاتفي وايي ددغوعملياتو يوازينۍ موخه د کونړ او نورستان ولايت او چپې درې ته غځېدلې لارې خلاصول او سيمې ته د يو لړخوراکي، تعليمي او کرنيزو شيانو رسول وو چې دده په وينا دوی هغه شيان چې د بېلابېلو وزارتونو له خوا يادو لايت ته برابرشوي وو، هغه يې ورسول.

هاتفي وايي دا په يادو لايت کې تر ټولومهم او لوى عمليات وو چې افغان پوځ او ملکي کسانو ته پرته له کومې درنې مرګ ژوبلې تر سره شول.

هاتفي وايي په دغه ځنګلي اوغرني سرحدي ولايت کې پلى تګ راتګ هم په کې ګران دى او له بل پلوه له پاکستان سره اوږده سرحدي پوله لري تر دا مهاله نږدې ١٣٠عمليات تر سره شوي چې په وينا يې په دغو عملياتو کې تر پنځوسو زياتو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو د تېرو دوو اونيو عمليات په سيمه کې داسې کامياب عمليات ووچې په اسانۍ سره دوی وکولاى شول چې دغه ولايت ته خپل اکمالاتي کتار ورسوي او دوی پرته له کومې درنې جګړې بېرته راستانه شول.

په دغوعملياتو کې بهرنيو ځواکونو نېغ په نېغه ګډون نه لاره خو د هغوی له مټ او شتو نه ګټه اخستل شوې ده.

د سيمې پوځي چارواکي دغه عمليات پر داسې مهال کې بريالي بولي چې د کونړ ولايت چپه دره د پېښو ځاله او نورستان ولايت مرکز ته غځېدلې لاره له خونړيو بريدونو پرته ناشونې ښکاري.

په يادو سيمو کې مدام داسې خونړۍ پېښې رامنځته شوې دي چې په جګړه کې ښکېلو ډلو ته پر مرګ ژوبلې اوښتو سربېره ولسي کسانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دره نور کې سیلاوونه:

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت د دره نور په ولسوالۍ کې سخت سېلاوونه راوتي چې د سيمې په لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه او کورونه له منځه وړي او شاخوا پنځلس څاروي يې وژلي دي.

ددغه ولايت وياند احمدضياعبدالزى وايي چې دغو سېلاوونو د يادې ولسوالۍ ټول سربندونه ويجاړکړي دي .

ددغوسېلاوونوترراوتووړاندې هم په ياداوګاونډي ولايت کونړکې داسې سېلاوونه راووتل چې دسيمې اوه تنه ولسي کسان يې ووژل ،په سلګونوجريبه کرنيزه ځمکه يې له منځه يوړه اوپه يوه زياته اندازه کبان يې ووژل .

XS
SM
MD
LG