د انویډیا د اجرائیوي مشر پر وړاندې حقوقي او امنیتي څېړنې

د انویډیا په نامه د امریکا د ټکنالوژۍ شرکت ونډې د سه‌شنبې په ورځ د دویمې پرله پسې ورځې لپاره راولوېدې. دا په داسې حال کې ده چې د دغه شرکت اجرائیوي مشر، جنسن هوانګ، د ونډه‌والو له یوې قضايي دعوا او د کانګرس له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی.

د ونډو د بیو دا کمښت یوه ورځ وروسته له هغه رامنځته شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، اف بي آی د جنسن هوانګ او یوې سوداګرې، الیس هوانګ، ترمنځ د اړیکو په اړه څېړنې کوي. د امریکا استخباراتي ادارو دغه ښځه تورنه کړې چې چین ته یې جاسوسي کوله.

د انویډیا مدیره پلاوي د یکشنبې په ورځ د دغو راپورونو په تړاو خپله خپلواکه څېړنه پیل کړې ده چې پکې ادعا شوې بهرنیو استخباراتي ادارو جنسن هوانګ په نښه کړی و.

هوانګ کارکوونکو ته په یوه پیغام کې له خپلې مېرمنې سره د بې‌وفایۍ خبره منلې، خو د هغې ښځې نوم یې نه دی اخیستی.

ټرمپ له هوانګ سره خبرې کړې دي

د سه‌شنبې په سهار د انویډیا د ونډو بیه ۵ اعشاریه ۳ سلنه راټیټه شوه. د دوشنبې ورځې د معاملاتو په پای کې د ونډو ۴ اعشاریه ۳ سلنه کمښت د دغه شرکت د بازار ارزښت شاوخوا ۱۹۰ میلیارده ډالره راکم کړ.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، له جنسن هوانګ سره یې ټیلیفوني خبرې کړې، څو د هغه د وضعیت پوښتنه وکړي.

ټرمپ وویل: «ما ترې وپوښتل چې ایا پوهېده هغه ښځه جاسوسه ده؟ ده راته وویل، نه، هېڅ خبر نه وم چې هغه جاسوسه ده. زه په رښتیا د هغه پر خبرو باور لرم.»

ټرمپ زیاته کړه چې اف بي آې د موضوع په اړه څېړنې کوي او په باور یې هوانګ به له دې وضعیت څخه پاک ووځي.

ټاکل شوې ټرمپ راتلونکې اونۍ د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د چین شېن‌ژن ښار ته ولاړ شي او له خپل چینايي سیال شي جین‌پینګ سره وګوري.

کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا له شي جین‌پینګ سره به دا موضوع مطرح کړي، ټرمپ وویل، فکر نه کوي چې دا موضوع به راپورته کړي، خو ښايي د چین ولسمشر په دې اړه پوښتنه ترې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکن د سه‌شنبې په ورځ په بېجینګ کې د دې پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه چې ایا شي جین‌پینګ به دا موضوع مطرح کړي. هغه یوازې وویل چې دواړه هېوادونه سږ کال د خپلو مشرانو د لیدنو لپاره پر ترتیباتو خبرې کوي. چین د جاسوسۍ تورونه رد کړي دي.

یوه پانګه‌وال د انویډیا او مشر پر ضد یې دعوه کړې

یو پانګه‌وال مارک کېسټن‌ماکر د دوشنبې په ورځ د کالیفورنیا ایالت په سان‌ هوزې ښار کې د انویایا شرکت او د هغه د اجرائیوي مشر جنسن هوانګ پر ضد فدرالي محکمې ته دعوا وړاندې کړې ده.

هغه ادعا کړې چې شرکت او مشر یې د ونډه‌والو په غولولو کې لاس درلود.

په قضايي شکایت کې ویل شوي چې انویډیا له الیس هوانګ سره خپلې اړیکې پټې ساتلې او په سنګاپور کې د مېګاسپیډ شرکت سره یې د خپلو معاملاتو په اړه ناسم معلومات وړاندې کړي دي. الیس هوانګ په دغه شرکت کې اجرائیوي دنده لرله.

په شکایت کې راغلي چې دې موضوع د انویدیا سوداګریز اعتبار او فعالیتونه له جدي خطر سره مخ کړي دي.

مدعي غواړي چې قضیه د منصفه پلاوي له خوا وڅېړل شي او د تاوان غوښتنه یې کړې، خو د پیسو اندازه یې نه ده مشخصه کړې.

دا دعوا به د هغو کسانو په استازیتوب وي چې د اکتوبر له نهمې څخه د نومبر تر اتمې پورې یې د انویایا ونډې اخیستې دي.

انویډیا تر اوسه د دې قضايي دعوا په اړه سمدستي تبصره نه ده کړې.

امریکايي قانون جوړوونکي د وضاحت غوښتنه کوي

د امریکا د استازو جرګې د دیموکراتانو مشر حکیم جیفریز د دوشنبې په ورځ وویل چې کانګرس باید په دې اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي.

هغه وویل، په همدې ورځ د سي‌آې‌اې له مشر جان راټکلیف او د ملي استخباراتو له رئیس جې کلیټن سره په محرمانه غونډه کې تر ډېره د ایران موضوع مطرح وه او د انویدیا موضوع یوازې په لنډ ډول یاده شوه.

د ماساچوسټس ایالت دیموکراتې سناتورې الیزابت وارن او د انډیانا ایالت جمهوري‌ غوښتونکي سناتور جېم بنکس په یوې ګډې اعلامیې کې وویل چې دې قضیې د ملي امنیت اندېښنې لا زیاتې جدي کړې دي.

دوی له کانګرس څخه وغوښتل چې د مصنوعي ځیرکتیا د څارنې قانون د امریکا د کلنۍ دفاعي بودیجې په قانون کې شامل کړي. دغه طرحه به کانګرس ته د تر ټولو پرمختللو کمپیوټري چپونو پر صادراتو د څارنې واک ورکړي.

د ډیلاویر ایالت دیموکرات سناتور کریس کونز هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې هڅه کوي د جنسن هوانګ او انویدیا په اړه څېړنې پیل شي، څو څرګنده شي چې ایا د امریکا ملي امنیت ته زیان اوښتی دی که نه.

​
XS
SM
MD
LG