د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په تاریخ کې د شپږم ځل لپاره د استازو مجلس یو غړی د دې مجلس څخه وایستل شو


د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس غړیو چې اکثریت پکې د جمهوري غوښتونکي سره دی، جمعه ډسمبر لومړۍ (لیندۍ۱۹) یې پدې مجلس کې د نیویارک ایالت یو استازی جورج سانټوز د رایو په اکثریت له مجلس وایست.

دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې شپږم ځل دی چې د استازو مجلس یو غړي څخه په رایې ګیرۍ کې غړیتوب اخیستل کیږي.

ښاغلی سانټوز د استازو په مجلس کې د نیویارک ایالت جمهوري غوښتونکي غړی و او فدرالي تحقیق کوونکو پرې د جعل کارۍ، پیسو سپینولو، د انتخاباتي مبارزو بسپنې ورکوونکو پیژندګلوۍ غلا کولو، د انتخاباتي مبارزو مالي چارو په هکله ناسمو معلوماتو ورکولو او نور تورنه لګولي و.

د استازو مجلس د اخلاقو کمیټې څه موده وړاندې په یو راپور کې ویلي و چې جورج سانټوز د قانون څخه سرغړاونې کړي او پدې هکله ورسره کافي شواهد شته دي.

دی په ۲۳ فدرالي تورونو تورن دی خو په ټولو کې یې ځان ګرم ندی بللی.

د استازو مجلس دا غړی وروسته تر هغه زیات فشار لاندې راغی او ملنډې پرې ووهل شوې چې څرګنده شوه د خپل تعلیم، کاري سابقې او کورنۍ په هکله یې مبالغه کړې وه.

د استازو مجلس مشر مایک جانسن په رسمي اعلان کې وویل چې د مجلس ۳۱۱ غړیو د ښاغلي سانټوز ایستل کیدو لپاره مثبتې رایې ورکړي.

د معلوماتو له مخې یوازې د مجلس ۱۱۴ جمهوري غوښتونکو غړیو د هغه د لیرې کیدو لپاره منفي رایې ورکړې.

سره لدې چې د استاو مجلس ګڼ شمیر غړیو د سانټوز لیرې کیدو اعلان پر وخت خوښي څرګنده خو پخپله ښاغلي سنانټوز پداسې حال کې د کانګرس ماڼۍ څخه د وتلو په حال کې و، خبریالانو ته وویل، "لعنت دې وي پر دې ځای".

د امریکا په مطبوعاتو کې ټوکمارانو د استازو مجلس دې پخواني غړي باندې وروسته تر هغه ملنډې وهل پیل کړلې چې هغه د خپل ځان، کورنۍ او مذهب په هکله نا سمې ادعاوې وکړلې.

ښاغلي سانټوز ادعا کړې وه چې پوهنتون کې د زده کړو پر مهال د والیبال مشهور لوبغاړی و او اتلولي یې ګټلې وه ؛ بله یې دا چې د پانګې اچونې یو مهم بانک کې کاري سابقه لري او له همدې کبله یې زیات مال او دولت پیدا کړی. هغه دا هم ویلي و چې مور یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمې ترهګریزو بریدونو پر وخت په سوداګریز نړیوال مرکز کې وه.

د جورج سانټوز لیرې کیدل په سیاسي لحاظ د جمهوري غوښتونکو لپاره په کانګرس کې غټه ضربه ده ځکه چې د هغه په لیرې کیدو سره اوس جمهوري غوښتونکي د استازو په مجلس کې یوازې ۴ ډیرې څوکۍ لري او عمومي انتخاباتو ته ۱۱ میاشتې پاتې دي.

ټاکل شوې چې د نیویارک همدې حوزې کې چې ښاغلي سانټوز یې د استازو په مجلس کې استازیتوب کاوه، د راتلونکي کال په لومړنیو میاشتو کې انتخابات وشي چې د هغه ځای ناستی وټاکل شي.

د دیموکرات ګوند کوښښ کوي چې د نیویارک ایالت دې حوزې څوکۍ وګټي.

جمهور رئیس جو بایډن دا حوزه د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په لسو نمرو ګټلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG