د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: ناټو ۹ افغان ماشومان چې خس یې راټولول ووژل


نیویارک ټایمز: ناټو ۹ افغان ماشومان چې خس یې راټولول ووژل
نیویارک ټایمز: ناټو ۹ افغان ماشومان چې خس یې راټولول ووژل

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی نهه افغان ماشومانو د اور لپاره خس اوخاشاک راټولول چی دناټو دهیلیکوپټرونو له خوانه ووژل شول. هغوی ددی لپاره، دافغانستان د کونړولایت په غرونو کی، لرگی او وچوکی راټولول چی خپل کورونه پری تاوده کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د ناټو هلیکوپټرونه د پیج درې ته د یاغیانو د ځپلو لپاره لیږل شوي وو، چی پر هغوی یې اشتباها ، ډزې وکړلې.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې ددغو ماشومانو عمرونه له نهه کلنو نیولې تر ١٥ کلنو پورې رسیدل. دا پیښه د سه شنبی په ورځ وشوله.

ورځپاڼه زیاتوي چی د ا داشتباهي وژنو په لړکی تر ټولو بده پیښه ده چی د بهرنیو قواو په واسطه دافغانستان په جگړه کی پیښه شویده. په دغو مړیو شویو ماشومانو کی دوه جوړی ورونه هم شامل وو. په دغه ډله کی لسم هلک ژوندی پاتی شویدی.

ورځپاڼه لیکی چی ناټو په افغانستانس کی د چارشنبی په ورځ یوه وینا خپره کړله او په هغی کی یی دخپلی اشتباه له امله معذرت وغوښت. دناټو په خبر لیک کی د جنرال ډیویډ پیټرییس له خوانه چی په افغانستان کی دناټو قوماندان دی شخصی معذرت او بښنه غوښتل هم شامل وو. دغه اعلامیه وايی چی دهغوی په تشخیص کی اشتباه شوی وه. دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی دغی پیښی افغانان سخت په غصه کړیدي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه ١١ کلن حماد له قوله لیکی چی مور یې ورته وویل " هوا ډیره یخه ده، د کلي له نورو هلکانو سره لاړ شه لرگي او وچوکي راټول کړه چې اور پرې بل کړو." هغه زیاته کړله چی موږ د لرگیو د راټولولو کار تقریبا خلاص کړی و چې ناڅاپه هیلیپکوپټرونه راغلل. زموږ پر سر تاویدل او موږ یې څارلو؛ له هلیکوپټرونو نه شنې وړانگی را ووتلې. تردی وروسته هغه بیرته پورته ولاړلی اوپه یوه شیبه کی بیرته زموږ پر سر راتاوشولې او په ډزو یې پیل وکړ. هغوی په دی ترڅ کی یوه ونه په راکټ وویشتله ، هغه وویل چې د ونې څانگې اوخنبی پر ما راپریوتلی او زما ښی لاس او یو اړخ ولگیده. هغه وايي چې دی د ونې له څانگو لاندې پټ شو او داسې فکر کوي چې په همدې توگه خوندي پاتې شو. ځکه هغه له څانگو لاندی نه لیدل کیده. خو وروسته بیا هلیکوپټرونو هغه هلکان ټول یو په بل پسې وویشتل.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په پای کی لیکی چی جنرال ډیویډ پیټرییس وعده وکړله چې ددغې پیښې تحقیقات به وشي او مناسبه تادیبی سزا به ورکړل شي.

د معذرت په اعلامیه کی لیکل شویدي چې: " موږ ددغی غمیزی له امله په ژوره توگه خواشینی یو؛ دافغانستان له حکومت اوخلکو نه بخښنه غواړو. په دی کی ترټولو مهمه داده چی له هغوکورنیو نه معافی غواړو چی دکورنی غړي یی زموږ داقداماتو په نتیجه کی ووژل شول. " هغه وویل پکار ده دا مرگونه نه وای پیښ شوي.

ورځپاڼه لیکي په تیرو لسو ورځوکی دا دریمه پیښه ده چی افغان حکومت پر ناټو د ملکیانو دوژلو تور لگولی دی. یوه پیښه دناټو له خوا نه رد شوله او په بله پیښه کی چی په ننگرهارکی یو افغان عسکر او د هغه کورنی په ننگرهار کې، د فبروری په شلمه ووژل شول، دهغی رپوټ دیوه تصادفی پیښی په توگه ورکړل شو.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی پر ماشومانو باندی برید دکونړ په ولایت کی، د ننگلام د کلی نه بهر د پیج په دره کی وشو

د امریکا عسکر دې ته ځان برابروی چی د پیچ له دری نه ووځي او خپلې اډې په دغه دره کې، په راتلونکیو څو اونیو کې بندې کاندي. د هغو موجودیت ددغی سیمی خلک په غصه کړیدي اوغواړي چې څوک ورسره غرض ونه کاندي. رپوټ وايی دغه سیمه ډیره فقیره سیمه ده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په پای کی لیکی چی ددغه برید سبب دا و چې د سه شنبې په ورځ دوخته پردغه اډه باندې د راکټ برید شوی و اوهیلیکوپټرونه د یاغیانو په لټون اوځپلو پسی راوتلي وو. له دغی اډی نه شاوخوا د غرونو لړۍ راتاوشویده او پر دغه اډه باندی د یاغیانو له خوا نه په مکرر ډول بریدونه کیږي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په پای کی لیکی چی دافغانستان جمهوررئیس حآمد کرزی په دغه وخت کی په لندن کی په رسمی سفر بوخت و.

ښاغلي کرزی دغه برید په ډیره سخته او قوي لهجه محکوم کړ او هغه یې وحشیانه وباله. هغه دا پوښتنه مطرح کړله چی ایا دغرب د جنگ مقصد چی له ترهگری سره مبارزه او دافغانستان ثبات دی. دا مقصد په دې توگه چې د غیر محاربو مرگ دوام پیدا کاندي، تر سره کیدلی شي او که نه؟.

XS
SM
MD
LG