د لاس رسي وړ اتصالات

ګیپس: د جمهور ريْس او سلاکارانو ترمنځ د نظر اختلافات د حیرانۍ وړ نه دی


د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګیپس
د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګیپس

په یوه نوي کتاب کې راغلي دي چې د جمهور رېْْس اوباما ستر سلاکار د افغانستان د تګلارې په هکله د هغه څه نه چې په مطبوعاتو کې راغلي وو، ډیر اختلافات درلودلل. د آمریکا غږ خبریال کینت کلاین د سپینې ماڼۍ نه ریپوټ راکوي چې ځینو لوړپوړو چارواکو دغه تګلاره تر پوښتنې لاندي راوستلې وه چې آیا کار به ورکړي کنه؟

متن: د واشنګټڼ پوسټ د ورځپاڼې نه (باب ووډوار)د جمهور ریْس اوباما او د هغه د سلاکاروانو سره د افغانستان د جګړې پاب او د پریکړې نیولو د پروسې په باب مرکې کړي وې.

ټاکل شوې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ باندي د هغه نوې کتاب چې د اوباما د جګړې په نامه یادېږي بازار ته راووځي. د هغه د کتاب ځیني برخې پرون د چارشنبې په ورځ د آمریکا د واشنګټن پوست او نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کې خپرې شوي وې.

په دغو خپرو شویو برخو کې راغلی چې جمهور ریْس اوباما د افغانستان نه د راوتلو پر تګلارې باندي تاکید کوي چې په کښي د اوږمهاله دپاره د افغانستان د بیارغونې چارې نشته.

دغه راز په کښی دا هم راغلي چې نظامي مشرانو یواځي د زیات شمیر آمریکايي عسکرو د ځای پر ځای کولو پېشنهاد جمهور ریْس ته وکړ.

جمهورر یْس د افغانستان د چګړې په باب پریکړه ونیوله او د ۳۰ زره نورو آمریکايي عسکرو د لېږلو امر یې صادر کړ چې د نظامیانو د غوښتنو په پرتله یې شمیر لږ و. دغه راز جمهور ریْس د ۲۰۱۱ کال د جولای د میاشتي نېټه هم اعلان کړه چې په دې نېټې به د افغانستان څخه د آمریکايي قواوو د راوتلو لړۍ پیل شي.

دغه راز افغانستان او پاکستان دپاره د آمریکا د خاص استاځي ریچارد هولبروک نه نقل قول شوی دی چې وايي دا تګلاره به کار ورنکړي.

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګیپس د جمهور ریْس په الوتکې کې د خبریالانو سره د خبرو پرمهال د یادشوي کتاب د ځینو برخو د برملا کیدو مسلې ته دومره اهمیت ورنکړ.

ښاغلي ګیپس داسي وویل،،زه فکر کوم چې یادشوی کتاب زمونږ د پالیسۍ د معقوله بهیر ښکارندوی دی چې په نتیجه کې یې مونږ یو تګلاره رامنځ ته کړه چې په ترڅ کې به یې مونږ په افغانستان کې خپل اهدافو او مقاصدو ته ورسېږو.،،

د یادونې وړ ده چې جمهور ریْس اوباما د تیرو څو میاشتو په ترڅ کې څو غونډې د خپل ملي امنیت د سلاکارانو سره پرانیستلي دي چې د افغانستان د ممکنه نورو تګلارو په باب خبري وکړي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند ښاغلی ګیپس وايي چې د جمهور ریْس اوباما او سلاکارانو ترمنځ د نظر اختلافاتو ته د حیرانۍ په سترګه باید ونه کتل شي.

هغه داسي وویل: ،،زه فکر نه کوم چې هیڅ داسي بحث دي وي چې جمهور ریْس کړي وای او په هغه کې یو لړ بحثونه نه وای شوي. دا د یادشوې پروسې طبیعت دی. مونږ په دې لړ کې ۱۲، ۱۳ غونډې درلودې چې ټولي یې ډیري ښکاره وې.،،

په عین کال کې د پنټاګون یوه ویاند وویل چې هغه دغه کتاب نه دی لوستلی او د مطبوعاتو پر آوازو به تبصره ونکړي. خو هغه وویل چې د آمریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون دې ته سخت ژمن دی چې د جمهور ریْس د افغانستان تګلاره تطبیق کړي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې دا هم لیکي دي چې په کتاب کې راغلي چې د آمریکا د مرکزي استخباراتو اداره یا سي آی ای په افغانستان کې ۳ زره ملیشيي قواووې لري چې زیات شمیر یې افغانان دي. آمریکايي چارواکو پرون د چارشنبې په ورځ دا خبره تایید کړه.

په عین حال کې د اسوشیټټډ پریس خبري آژانس د افغانستان د جمهور ریْس د یوه نطاق له قوله هغه ادعاګانې رد کړي چې په دغه کتاب کې شوي او وايي چې جمهور ريْس کرزی ته عصبي تکلیف ورپیدا شوی دی.

XS
SM
MD
LG