د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نه د عسکرو ایستلو په اړه امریکايان په یوه خوله ندي


افغانستان نه د عسکرو ایستلو په اړه امریکايان په یوه خوله ندي
افغانستان نه د عسکرو ایستلو په اړه امریکايان په یوه خوله ندي

په داسې حال کې چې څو اونۍ وروسته د جولایي په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تدریجي وتل پیل کیږي، چارواکي او کارپوهان د امریکایي ځواکونو د کمولو د کچې په اړه بیلابیل نظرونه لري. له بلې خوا په افغانستان کې د امریکا سفیر چې د کار موده یې پای ته رسیږي د جمهور رئیس حامد کرزي له یو لړ څرګندونو سره موافق نه بریښي.

د نظرپوښتنو له مخې اوس له نیمایي څخه زیات امریکان وایي چې د افغانستان جګړه په دومره لګښت نه ارزي، جمهور رئیس براک اوباما په دې اونۍ کې په دې هکله چې څومره ځواکونو دې له افغانستان څخه وویستل شي، له سخت تصمیم سره مخامخ دی. د قانون د حاکمیت د چارو کارپوه سکات واردن د افغانستان د جګړې په اړه د امریکایانو د مخالف نظر د کچې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي:

"نه، زه ډیر تعجب نه کوم. زما په اند کله چې تاسې دننه په افغانستان کې حالاتو ته وګورئ، هغه دردونکي دي"

دا چې اکثریت امریکایان نه غواړي هلته واوسي، دا ددې معنی لري چې افغانان هغوی نه غواړي. د امریکایي او بهرنیو ځواکونو د خپل سریو په وړاندې په عکس العمل کې د افغنستان جمهور رئیس حامد کرزي په دې اونۍ کې په څرګندونو کې وویل چې دا قواوی نژدې دي چې د اشغالګر ځواک بڼه ونیسي. په افغانستان کې د امریکا سفیر کارل ایکنبري چې د خدمت موده یې پای ته رسیږي، امریکایانو ته په وینا کې د حامد کرزي په دغو څرګندونو انتقاد وکړ او ویې ویل:

"کله چې ځواکونه اوري چې د اشغالګرو سره مقایسه کیږي، او د افغانانو د سخت دشمن سره تشبیح کیږي، زمونږ خلک پریشانه کیږي او هلته زمونږ د هڅو په اړه اندیښمن کیږي"

خو جنرالان وایي دوی پرمختګ کړی او په بیړه وتل ښایي ټولې لاس ته راوړنې برعکس کړي. د دفاع وزیر رابرت ګیټس څو ورځې مخکې په دې اړوند په افغانستان کې د اسوشیتید پرس خبریال ته ویلي وو:

"پوښتنه په دې پورې مربوطه ده چې تاسې له څه ډول مهال ویش نه استفاده کوئ. په جولایي کې داسې ښکاري چې نسبتا کم شمیر قواوی به وویستل شي"

د اسوشیتید پرس خبریال وایي، د نسبتا کم شمیر قواو ویستل د اردو له نظره ښایي د یو څو زرو عسکرو معنی ولری چې له پنځو زرو نه به زیات نه وي. خو د جګړې سره د امریکایانو د مخالفت په نظر کې نیولو او د اسامه بن لادن په وژنې سره یو شمیر د زیاتو قواو د ویستلو غږ کوي:

"کچیرې مونږ اوس قواوې په چټکۍ راوباسو، په دې خاطر چې د جګړې په اړه اندیښمن یو، نو مونږ ښایی دغه جګړه بیالو"

په دې ترڅ کې جمهوري غوښتوونکي سناتور جان مکن د ای بي سي تلویزون د ددې اونۍ په نامه خپرونې چلوونکې سره په خبرو کې د افغانستان څخه د ځواکونو دویستلو په اړوند وویل:

"مونږ یو ځل له افغانستان نه ووتلو او مونږ د سپتمبر د یولسمې په بریدونو کې په دې وجه ډیر ستر تاوان وکړ. نو دا یو ډیر مهم درس دی چې باید یې زده کړو. دوهم دا چې مونږ په افغانستان کې بریالیتوب ترلاسه کوو. اوس مونږ د هیواد په جنوب کې پوره کنترول ترلاسه کړی او اوس په ختیځ کې د چلنج سره مخامخ یو، او مونږ بریالي کیږو"

له بلې خوا داسې وړاندیزونه هم شته چې ښایي له مخې یې جمهور رئیس شاو خوا پنځه لس زره عسکر له افغانستان څخه راوباسي.

XS
SM
MD
LG