د لاس رسي وړ اتصالات

براک اوباما به بله میاشت ایتیوپیا ته سفر وکړي


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما به بله میاشت ایتیوپیا ته سفر وکړي. هغه به د امریکا د متحده ایالاتو لومړی برحال جمهوررئیس وي چې هغه هیواد ته سفر کوي او د افریقایي اتحاد مرکزي دفتر گوري.

سپیني ماڼۍ ویلي دي چې ادیسه بابا ته دا سفر وروسته له هغه اعلان شوچې جمهوررئیس کینیا ته تللی و.

ښاغلی اوباما به په ایتیوپیا کې د حکومتي چارواکو سره وگوري او د افریقایي اتحاد د مشرانو سره به په بېل بېل ډول ملاقاتونه وکړي.

کینیاته چې د جمهوررئیس اوباما پلرنی هیواد دی، هم هغه د امریکا د لومړني جمهوررئیس په توگه سفر کړی و. او له هغه نه مخکې کله چې د امریکا سناتور و، هم کینیا ته تللی و.

ټاکل شوې جمهوررئیس اوباما به په ایتیوپیا کې د ٢٠١٥م کال د سوداگرانو د مشرانو په نړۍ واله عالي جرگه کې برخه واخلي. په دې غونډه کې سوداگران، پانگي اچونکي، حکومتي سازمانونه او نوري مؤسسې گډون کوي او هدف یې په ټوله نړۍ کې د خلکو د ژوندانه د سطحي جگول دي.

XS
SM
MD
LG