د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما اشتن کارتر د امریکا د دفاع وزیر په توگه ونوماوه


د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس بارک اوباما د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د خبریالانو په وړاندې راڅرگند شو او د امریکا د دفاع د وزیر چک هیگل پر ځای یې چې څه موده وړاندې یې استعفی وکړه، اشتن کارتر د دفاع د وزیر په توگه ونوماوه.

ښاغلی کارتر د امریکا د ملي امنیت په کړیو کې پراخه تجربه لري او د ٢٠١١ څخه تر ٢٠١٣ پورې یې د پنتاگون د دوهم ستر مقام یعنی د دفاع وزیر د مرستیال په توگه د چک هیگل او د پخواني دفاع وزیر لیون پنیتا تر مشرۍ لاندې دنده ترسره کړې ده.

ښاغلی کارتر یو فزیک پوه او د عصري وسلو د تکنالوژۍ متخصص دی. هغه د پنتاگون د وسلو اخیستلو یو لوړپوړی چارواکی و.

په تیرو درې لسیزو کې د چک هیگل او یا د پنتاگون د بل هر مشر برخلاف ښاغلي کارتر هیڅکله په پوځ او یا کانگرس کې دنده نه ده ترسره کړې. خو شپیته کلن اشتن کارتر یو فزیک پوه او د پرمختللو وسلو د متخصص په توگه مشهور دی.

د رپوټونو له مخې ویل کیږي چې دواړه گوندونه، جمهوري غوښتوونکي او دیموکراتان د نوموړي ملاتړي دي.

پخوانی دفاع وزیر چې د سیاست او اردو تجربه یې نه درلوده هیرالډ براون و چې د ولسمشر جیمي کارټر په وخت کې د ۱۹۷۷ نه د ۱۹۸۱ کال پورې د پنټاګان مشري یې کوله.

په ۲۰۱۱ کال کې، د امریکا سنا د رائیو په اتفاق کارټر د دفاع وزارت د مرستیال مقام لپاره تایید کړ. ولسمشر اوباما په واشنګټن کې د اوسنیو سیاسي اختلافاتو له امله ښايي دا شی په نظر کې نیولی وي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وویل، کارټر "هغه څوک دی چې یقیناً مستحق دی او په حکومت کې یې د خپل مخکینۍ دندې لپاره د دواړو ګوندونو کلک ملاتړ تر لاسه کړی دی.

د هیګل د مرستیال په حیث، هغه د شپږو سوو میلیاردو ډالرو د بودیجې او دوه اعشاریه څلور میلیون ملکي او نظامي پرسونل د نظارت دنده پر غاړه درلوده.

د دفاع وزارت د مرستیال د دندې دمخه، کارټر له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۱ کال د دفاع وزارت د خریدارۍ، ټکنالوژی او لوژیستیک د مرستیال په توګه دنده لرله.

د ۱۹۹۹۰ کال په لسیزه کې، د ولسمشر بل کلنټن په وخت کې هغه د دفاع وزارت د نړیوال امنیت د پالیسۍ د مرستیال په حیث کار کاوه.

ولسمشر اوباما وايي، کارټر یا "اش" په یو يا بل ډول د یولسو دفاع وزیرانو تر مشرۍ لاندې کار کړی دی. ښاغلی اوباما هغه یو "مبتکر" وباله چي هغه پروګرام یې عملي کړ چې په نړۍ کې د عامه ورانۍ وسلې یې او د آتومي ترهګرۍ ګواښ یې راکم کړ.

کارټر له ییل پوهنتون نه په فزیک او د منځنیو پیړیو په تاریخ کې د لسانس د درجې اسناد په لاس راوړي دي، او د آکسفورډ پوهنتون نه یې په تیوریکي فزیک کې خپله دوکتورا ترلاسه کړې ده.

که د کانګرس له خوا تایید شي، نو هغه به د چک هیګل ځای ونیسي چې یواځې د دوو کلونو له کار نه وروسته یې تیره میاشت د فشار لاندې استعفی ورکړه.

د سپینې ماڼۍ چارواکو په عامه توګه انکار کړی دی چې هیګل استعفی کولو ته مجبور شویدی، خو نوروچارواکوپه غیر رسمي توګه ویلي دي چې خبره همداسې ده.

کارټرته د دفاع وزارت د لوړ مقام لپاره وروسته له هغه د مخکښ په توګه کتل کیدل چې ډیرو نورو نوماندو د غور لپاره خپل ځانونه لیرې کړل چې په هغوی کې د کورني امنیت وزیر جی جانسن، سناتور ریډ او د پنټاګون پخوانۍ چارواکې مشیل فلورنای شامل دي.

XS
SM
MD
LG