د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما د اقلیم د بدلون پلان ښايي سیاسي توپان پيل کړي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د اقلیم د بدلون په هکله خپل پلان رسماْ اعلان کړي چې په لړ کې به یې د امریکا د برېښنا د فابریکو څخه د کاربن د ګازاتو په اخراج کې کموالی راسي. خو د ولسمشر اوباما د دې پلان سره د سکرو د کان لرونکي ایالتونه او په کانګرس کې ددغو ایالتونو استاځي سخت مخالفت کوي.

ولسمشر اوباما به رسماْ د اقلیم د بدلون پرضد خپل د مبارزې پلان اعلان کړي. هغه د اقلیم د بدلون په هکله وویل چې د "اقلیم د بدلون ستونزه بالا د بل نسل ستونزه نه ده".

مخکي له دې چې د اقلیم د بدلون په هکله خپل پلان اعلان کړي، ولسمشر اوباما په یوې ویډیو کې چې پر فیسبوک خپره شوې، پر ټولو غږ کړی چې د اقلیم د بدلون په برخه کې دي اقدام وکړي. د اقلیم د بدلون په هکله د هغه پلان کولای سي چې د امریکا په تاریخ کې د هغه سیاسي میراث تعریف کړي.

ولسمشر اوباما د زهرجنو ګازاتو په هکله چې هوا ککړوي داسې وویل "د بریښنا د تولید فابریکې چې په سکرو چلیږي، تر ټولو زیات مضر کاربن ګازات فضا ته خپروي چې همدا کار د اقلیم د بدلون سبب کېږي. تاسي فکر وکړیْ! تر اوسه پوري د امریکا فیډرالي حکومت پر دغو فابریکو باندې حدود نه وو ټاکلي چې ترڅه حده پوري فضا ته مضر ګازات خپرولای شي."

د ولسمشر اوباما د اقلیم د بدلون د نوي پلان هدف دا دی چې د ۲۰۰۵ کال د سطحې څخه تر ۲۰۳۰ کاله پوري د مضرو ګازاتو خپرېدل ۳۰ په سلو کې راکم شي.

په سنا کې د اکثریت مشر جمهوري غوښتونکی سناتور میچ میکانل چې د کېنتکي د ایالت استاځی دی وايي چې دا پلان ددې سبب کېږي چې خلګ خپلې وظیفې د لاسه ورکړي. د کنتکي ایالت د هغو ایالتونو په ډله کې راځي چې زیاته اندازه سکاره لري.

مېکانل : د حکومتي کنټرول مخه باید ونیسو

سناتور میچ میکانل داسې وايي "مونږ ته په کار ده چې ددغه راز حکومتي کنټرول د قابو کولو په برخه کې چې مو هر څه دلاسه کېږي ویې کړو. د حکومت له خوا همدغه د چارو کنټرول یو اساسي دلیل دی چې مونږ د ۲۰۰۸ کال د اقتصادي رکوت څخه په هغه ډول چې باید راوتلي وای نه یو راوتلي."

په هغه موافقې کې چې تیرکال د نړۍ د ځینو مشرانو ترمنځ وشوه، د امریکا متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې د کاربن د ګازاتو خپرېده به کم کړي او چین هم ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به فضا ته د ګلخانه يي ګازاتو خپرېدل کم کړي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د ادارې تر ټولو لوړ پوړې چارواکې کریستینا فیګوریس ددغه راز هلو ځلو ستاینه کوي.

هغه داسې وايي "د وخت په تېرېدو سره به مونږ دا ووینو چې د پاکې او بیا تولیدېدونکې انرژۍ په برخې کې به لازیات پانګونه کېږي. "

د روان کال په پیل کې ولسمشر اوباما د کاناډا څخه د تیلو د پایپین پروژه ویټو کړه چې د چاپریال ساتنې د برخې فعالینو یې هرکلی وکړ خو د کانګرس زیات شمېر کسانو د ولسمشر اوباما ددې اقدام سره مخالفت څرګند کړ. د ولسمشر اوباما د اقلیم د بدلون دا نوی پلان به پرته له شکه زیات عواقب ولري او ښايي د یوه شدید سیاسي توپان د راتګ سبب هم سي.

XS
SM
MD
LG