د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د برما نه کمبوډیا ته رسېدلی


ولسمشر براک اوباما کمبودیا ته رسیدلی دی. ښاغلی اوباما به هلته د جنوب ختیځې اسیا د لسو هیوادونو د ټولنې د رهبرانو سره وگوري.

ټاکل شویده چې ښاغلی اوباما نن ماښام د کمبودیا د صدراعظم هون سین سره غونډه وکړي. سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر به د کمبوډیا د بشري حقوقو په هکله د امریکا اندیښنې مطرح کړي.

د امریکا ولسمشر نن د برما نه د کمبوډیا پایتخت پنوم پن ته ورسیدی. هلته یې نن د رنگون په پوهنتون کې چې ډیر خلک ورته غونډ شوي وو وینا وکړه.

ولسمشر اوباما وویل چې ددی دپاره برما ته راغلی دی چې وعده په ځای کړی او خپلې دوستۍ ته دوام ورکړي. اوباما خبرو ته ادامه ورکړه او وې ویل چې د پرمختگ د رڼا بڅرکې لیدل کیږي او باید دغه بڅرکې مړې نه شي، بلکې باید ددې هیواد د خلکو دپاره ځلانده ستوري شي.

ولسمشر همداشان د ځمکو د نیولو، د غونډو او د بیان د ازادیو د حق پر مسلو هم خبرې وکړې همدغه راز یې په برما کې د تشدد د ختمولو غږ وکړ.
XS
SM
MD
LG