د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش شکست د اوباما د پاتې دورې یوه تر ټولو ستره ستونزه


د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د جمعې په ورځ د غرمې وروسته خپل د سږکال وروستی خبري کنفرانس ورکړ او په کښي یې هوډ وکړ چې د ولسمشرۍ وروستی کال به د هغه په وینا په ښکاره توګه په سیاسي دګر کې تیر شي او پټ به پاته نشي.
جمهور رئیس اوباما د اسلامي دولت یا داعش ډلې ته ماتې ورکول د خپلې جمهوري ریاست د پاتې دورې تر ټولو غټه ستونزه یاده کړه او وې ویل " د اسلامي دولت ډلې ته به ماتې ورکوو، هغوي به په سیستوماتیکه توګه تر فشار لاندې راولو، د اکمالاتو او مالي چارو لارې به پرې بندې کړو، مشران به یې له منځه یوسو او قوه او زیربناوې به یې له منځه یوسو.

د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د سرنوښت په هکله اوباما وویل " هغه د سوریې د زیات ولس په سترګو کې خپل مشروعیت د لاسه ورکړی." براک اوباما زیاته کړه " په سوریې کې د وینې د تویدو د مخنیوي لپاره اسد باید واک پریږدي"

ولسمشر اوباما یو ساعت د رسینو سره په خبري کنفرانس کې چې په سپینه ماڼۍ کې دایر شو، تیر کړ او د روان کال پر لاسته راوړنو باندې یې رڼا واچوله چې په کښي د ایران او کیوبا سره ډیپلوماسي ، د اقلیم د بدلون په هکله نړیواله معاهده، د همجنسانو د واده په هکله د سترې محکمې حکم او د آرام سمندر د سیمې د هیوادونو سره تجارتي موافقه شامله ده.

خو ولسمشر اوباما دا هم وویل چې زیات شمیر مسایل لا پاته دي چې باید حل شي چې په دغو مسایلو کې د اسلامي دولت د ډلې له خوا د مخ په زیاتیدونکي تهدید مسله شامله ده او دغه راز د هغو تروریستي حملو مسله شامله ده چې په اصطلاح افراد یې په انفرادي ډول ترسره کوي د بیلګې په توګه د کلفورنیا ایالت د سن برندینو برید چې په کښي یوه خاوند او میرمن ۱۴ کسه ووژل.

ولسمشر اوباما پر دې باندې ټینګار وکړ چې امریکایانو ته په کار ده چې د احتیاط څخه کار واخلي په داسې حال کې چې حکومت یې د نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي چې د اسلامي دولت ډله وځپي.

دغه راز ولسمشر اوباما د ګوانتنامو د زندان په هکله هم خبرې وکړې او ویې ویل چې راتلونکی کال به کانګرس ته ددغه زندان د تړلو دپاره خپل پلان وړاندي کړي. ولسمشر اوباما زیاته کړه چې د ګوانتنامو د زندان څخه ترهګر د پروپاګند په توګه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG