د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د امرېکا د اقتصادنه دفاع وکړله


اوباما د امرېکا د اقتصادنه دفاع وکړله
اوباما د امرېکا د اقتصادنه دفاع وکړله

جمهور ریس اوباما د چارشنبې په ورځ د بیا انتخابیدو دپاره خپله مبارزه په اوهایو کی پیل کړی. توقع کیږی چې هغه په داسی وخت کی، په خپلواقتصادی پالیسیو باندی د سختوانتقادونو په وړاندی دفاع وکړی ، چی د جموری ریاست دپاره سیالیوزور نیولی دی.

ښاغلی اوباما به خپل ددی کال لومړنی انتخاباتی مبارزه اوهایو د ایالت نه چه د جمهورریس د بیا انتخابیدو دپاره مهم گڼل کیږی ، پیل کړي.

جمهورریس به د جمهوری غوښتونکو د کاندید د نومول کیدو دجریان په رڼا کی، نن ددغه ایالت په یو ښوونځی کی وینا وکړي.

سپینې ماڼې، دده د سفر یوڅه جزییات خپاره کړیدی، خو جمهور ریس به د امریکا د اقتصاد د بیا رغوونې او خلکو ته د کارونو د پیداکولو په باره کی ډیری خبری وکړی.

جمهورریس خپله د دوه زره او دوولسم کال انتخاباتی مبارزه ، پرون، دایوا د ایالت د یوی گوندی غونډی گډون کوونکو ته د ویډیویی ټیلی کنفرانس له لاری په وینا پیل کړه.

جمهوری غوښتونکواو دموکراتانو پرون د سه شنبې په ورځ په دوه زاره او دولسم کال کی د جمهوری ریاست دپاره د کاندید د غوره کولو دپاره لومړنی سیالی د امریکا په دغه ایالت کی پیل کړې.

ښاغلی اوباما د واشنگتن نه ، د وال ستریت اوروغتیا په چارو کی په اصلاحاتو، په عراق کی د جنگ د ختمولو، او په پوځ کی د هم جنس بازانو په خدمت باندی د بندیزد لیری کولو په شمول د خپلی ادارې په مهمو کاروو رڼا واچوله.

XS
SM
MD
LG