د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما، د امریکا د ۲۰۲۰ انتخاباتي سیالیو مرکزي څیره


د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس باراک اوباما، اته کاله وروسته یو ځل بیا د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په مرکزي څیرې د بدلیدو په حال کې دی.

دموکراتان په پوره مینه د ۲۰۲۰ کال د نومبر په انتخاباتو کې ددې ګوند د کاندید جو بایدن لپاره د یو سیاسي قوت په توګه د ښاغلي اوباما هرکلی کوي.

ښاغلی اوباما اوسمهال د دموکرات ګوند ډیره محبوبه او مشهوره سیاسي څیره ګڼل کیږي، له دې کبله د ښاغلي بایدن انتخاباتي ټیم په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې پخوانی جمهور رئیس د ښاغلي بایدن په انتخاباتي سیالیو کې خاص حضور ولري.

خو د جمهوري غوښتونکي ګوند د کاندید دونالد ټرمپ لپاره په انتخاباتي سیالیو کې د باراک اوباما شتون یو فرصت دی چې خپل دغه پخوانی او سرسخت سیال تر نیوکو لاندې ونیسي. ښاغلی ټرمپ او پلویان یې له همدا اوس نه د ښاغلي اوباما پر ضد فعالیتونه پیل کړي دي.

د اوباما د حکومت پر وخت د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند نېد پرایس، وایي د دواړو ګوندونو سیاستوال (دموکرات او جمهوري غوښتونکي) غواړي چې پر اوباما باندې ډیر تمرکز وکړي.

جو بایدن هڅه کوي چې په خپل انتخاباتي بهیر کې د اوباما له شتون نه هم د خپل موقف د قوي کولو لپاره ګټه واخلي او هم د پخواني جمهور رئیس یو لړ کاري میراثونه چې د جمهور رئیس ټرمپ په تیرو دریو کلونو کې لرې شوي بیرته راژوندي کړي.

خو د جمهور رئیس ټرمپ لپاره د اوباما سره مخالفت د امریکا د روغتیایي مراقبت د بیمې د سیستم پر سر له اختلاف څخه وړاندې تللی دی. په یو تازه مورد کې ښاغلي ټرمپ ویلي چې اوباما، بایدن او د هغوی د ملي امنیت مشاورین د کار په وروستیو ورځو کې د هغه د ملي امنیت د لومړني مشاور مایکل فلن په هکله استخباراتي معلومات څیړلي وو.

مایکل فلن د امریکا مرستیال جمهور رئیس مایک پنس ته د روسیې د سفیر سره د خپلو تماسونو په اړه د درواغو د ویلو په خاطر د ملي امینت د مشاور په توګه له ۲۴ ورځو کار وروسته ګوښه کړای شوی و.

که څه هم چې د ښاغلي اوباما او د هغه د ټیم د خلاف رفتارۍ په هکله کوم مدرک او سند د فلن د قضیې په اړه نشته، جمهور رئیس ټرمپ پدې ورځو کې د "اوباماگیت" په نامه پخوانی جمهور رئیس د جرم په کولو تورنوي.

همدا اوس د امریکا د عدلیې وزارت روسیې سره د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي ټیم د اړیکو د پلټنو د منشا په هکله ارزونه کوي. دغه څیړنې مایکل فلن په ګډون د ښاغلي ټرمپ د حکومت د څو مقاماتو د ګوښه کیدو سبب شوي دي.

په باراک اوباما باندې د ښاغلي ټرمپ بیا تمرکز پداسې حال کې کیږي چې جمهوري غوښتونکي سیاستوال اندیښنه لري چې هسې نه د کروناویروس له کبله د خلکو مخ په زیاتیدونکې مړینې او د اخته کسانو شمیر د دونالد ټرمپ کمپاین ته زیان ورسوي.

د جوبایدن انتخاباتي ټیم ویلي چې ښاغلی ټرمپ هڅه کوي پر ښاغلي اوباما باندې په انتقاد او حملو سره خپلې ناکامۍ په ځانګړې توګه د کروناویروس په وړاندې د ناسم چلند څخه عامه افکار بل لور ته واړوي.

باراک اوباما هم وروسته له درې کلونو سیاسي چوپتیا څخه یو ځل بیا صحنې ته راغلی. هغه چې په تیرو دریو کلونو کې په ډیر ندرت سره د ښاغلي ټرمپ په هکله تبصره کړې وه، تیره اونۍ یې په یوه غونډه کې د کروناویروس پر وړاندې د جمهور رئیس ټرمپ په چلند انتقاد وکړ.

XS
SM
MD
LG