د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د هند سره د اټمي موافقې بشپړ تطبیق ته ژمن یوو


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د هند لومړي وزیر نریندر مودي د هغې ګډې اټمي موافقې په برخه کې د پرمختګ اعلان کړی دی چې په ۲۰۰۸ کال کې لاس لیک شوه خو په تطبیق کې یې یو څه خنډ رامنځ ته شو.

دغه موافقه د امریکا او هند ترمنځ د ملکي اټمي پروګرام په برخه کې د همکارۍ په موخه لاس لیک شوه. د موافقې په تطبیق کې پرمختګ هند ته د ولسمشر اوباما د سفر سره سم رامنځ ته شو.

د امریکا او هند ترمنځ د اټمي همکارۍ په برخه کې موافقې ته چې د لومړي ځل دپاره پرې په ۲۰۰۵ کال کې خبرې وشوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د یوه نوي فصل په سترګه وکتل شول او په لړ کې یې هند د لومړي ځل دپاره ملکي اټمي انرژۍ ته لاس رسی پیدا کړ چې په میلیونو انسانو ته چې د برېښنا د آسانتیا څخه محرومه وو، برېښنا پیدا شي.

خو د کلونو دپاره د موافقې په تطبیق کې ځنډ راغی ځکه امریکايي کمپنیوو اندېښنه څرګنده کړه چې که چیري په راتلونکي کې کومه اټمي واقعه وشي نو هند به دغه کمپنۍ مسولې وګڼي او هند بیا د امریکا د هغې غوښتنې سره مخالفت درلودی چې ویل یې غواړي اټمي مواد تعقیب کړي چې چیري ځي او څه په کیږي.

خو د یکشنبې په ورځ په نوي ډهلي کې د هند د لومړي وزیر نریندر مودي سره د خبرو پرمهال ولسمشر اوباما د موافقې په تطبیق کې د پرمختګ اعلان وکړ "نن مونږ وتوانیدلو چې پر دوو موضوګانو باندې تفاهم ترلاسه کړو چې مونږ یې نه پرېښولو چې سوې موافقه په صحیح معنی پلي کړو او خپل ملکي اټمي همکارۍ ته وده ورکړو. مونږ د دې موافقې بشپړ تطبیق ته ژمن یوو او دا یو ډیر مهم اقدام دی چې ښيي چې مونږ د خپلو اړیکو د ودې دپاره څنګه کار سره کوو."

د امریکا د ولسمشر د سفر هدف د سپینې ماڼۍ د چارواکو له قوله دا دی چې د هند او امریکا په اړیکو کې لازیات پرمختګ رامنځ ته شي.

د ولسمشر اوباما تود هرکلی

په هند کې د یکشنبې ورځ د ولسمشر اوباما او میرمن یې میشل اوباما د سفر څخه پیل شوه چې د هند لومړي وزیر نریندر مودي یې تود هرکلی وکړ او د امریکا ولسمشر یې په غېږ کې ونیوی.

وروسته د هند د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د ښه راغلاست تشریفاتي مراسم ترسره شول. په تعقیب یې د مهاتما ګاندي پر یادګاري څلي باندې د ګلوو ګېډۍ کښېښودل شوې او ورپسې یې ولسمشر اوباما د لومړي وزیر نریندر مودي سره خبرو ته کښېنستی.

د لسو نورو کلونو دپاره د دفاعي همکارۍ د تړون ترڅنګ، دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې د اقلیم د بدلون په برخه کې به په ګډه کار کوي.

لومړي وزیر مودي وویل چې هند د امریکا او چین ترمنځ د تیرکال د شوې موافقې په برخه کې تر فشار لاندي نه دی. تیرکال امریکا او چین هوا ته د کاربن د ګازاتو د خپرو د کمولو په برخه کې یوه موافقه وکړه. خو هغه وویل چې یو ډول فشار موجود دی.

مودي داسي وویل "فشار سته او هغه دا دی چې کله مونږ د خپلو راتلونکو نسلونو په هکله فکر کوو نو دا پوښتنه مطرح کېږي چې مونږ به څه ډول نړۍ هغوي ته په میراث پرېږدو. د اقلیم بدلون په خپله یو ستر فشار دی."

اوباما او مودي شخصي ملګري

د مطبوعاتي کنفرانس په پای کې دواړو مشرانو د خپل مینځي شخصي دوستۍ د رامنځ ته کېدو خبره وکړه.

د دواړو مشرانو ترمنځ د دوستۍ ثبوت دا دی چې لومړي وزیر مودي واشنګټن ته د څلور میاشتې مخکي سفر پور ادا کړ چې د امریکا په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د امریکا د مدني آزادیوو د مدافع مارټین لوتر کېنګ د یاد ګار څلي ته یوړل سو. ولسمشر اوباما هم په نوي ډیلۍ کې د هند د موسس او ملي مشر مهاتما ګاندي د یادګار څلي ته یوړل شو.

د نړۍ د دوو سترو ډیموکراسیوو مشران په باغچۍ کې یواځي چایوو ته کښېنستل او پر دوو اړخیزو او نړیوالو مسایلو یې خبرې وکړې.

ولسمشر اوباما لومړی امریکايي ولسمشر دی چې د هند د جمهوریت د ورځې په مراسمو کې چې نن ترسره کېږي ګډون کوي. په دې ورځ په ۱۹۵۰ کال کې د هند اساسي قانون نافذ شو.

XS
SM
MD
LG