د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وايي د امریکا اقتصاد چټک پرمختگ نه کوي


Cardinals attend a Mass for the election of a new pope celebrated by Cardinal Angelo Sodano inside St. Peter's Basilica, at the Vatican.
Cardinals attend a Mass for the election of a new pope celebrated by Cardinal Angelo Sodano inside St. Peter's Basilica, at the Vatican.

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما وايي چی دامرېکا اقتصاد په کافې اندازه چټکۍ پرمختگ نه کوي. هغه وايي اقتصاد پراختیا مومي خو نه په هغه اندازه چټکتیا چې ورته ضرورت دی.

ښاغلی اوباما د NBC News سره په مرکه کې دامرېکا کانگرېس دېته وهڅاوه چې دهغه ېو شیمر موجوده وړاندیزونه منظور کړي.

په دې کې کوچنیو کاروبارونو ته د پورونو دورکولو دکار گړندېتوب او د کمپنېو لپاره په مالېه کې خاص کمښت راوستل شامل دی.

هغه ووېل هغه قانونی لاېحه چې له کوچنېو کاروبارونو سره د بانکی اعتبار په اخېستلو کې مرسته کوی ؛ هغوی به نور هم دېته وهڅوی چې پانگه په کار واچوي.

دامرېکا جمهوررئېس ووېل چې د هېود د اقتصادي ستونزو د حل لپاره کوم جادو اومنتر نشته دی.

ښاغلی اوباما په مرکه کې ووېل چې دی په دې اندېښمن ندی چې د عامه نظ‏رېاتو په سروی کې دا وېل شوېدی چې دامرېکا په هرو پنځو کسانو کې ېو تن په دې عقېده دی چی دی مسلمان دی.

که څه هم د ی عملا په عېسوېت عقېده لری او دخپلی عقېد ې په باب ېې ډېرې وېنا گانی کړېدی.

هغه داهم وویل چې دی هغو اوازو ته هم اندېښمن ندی چې وايي دی په امرېکا کې ندی زېږېدلی.

هغه ووېل چې دی خپل ټول وخت په دې نشی تېرولی چې د خپلی زوکړی سند په خپل وچولی باندی سرېښ کړی او له ځان سره ېې وگرځوي.

دامریکا جمهوررئیس ووېل چې دلته د ناسم معلومات ورکولو یوه شبکه موجوده ده او دغه معلومات د خپرونو په نوي زمانه کې، بېا بېا شاربل کېږی.

ښاغلی اوباما داهم تکرار کړله چې مسلمانان داحق لري چی ېو جومات اوکلتوری اسلامی مرکز هغه ځاې ته نېژدی ودان کړی چې په ٢٠٠١ مېلادی کال کې د سپتمبر په ١١ مه پکی په نیویارک کې د ترهگرئ حملې شوي وې.

XS
SM
MD
LG