د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رييس اوباما د مرکې بشپړ متن


د جمهور رييس اوباما د مرکې بشپړ متن
د جمهور رييس اوباما د مرکې بشپړ متن

لمړې پوښتنه: تاسو له افغانستانه د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر اعلان کړ. افغانان به دا بهیر څه ډول وارزوي؟

ځواب: زه فکر کوم دا د سرتیرو د شمیرې د ډیرولو بریا څرګندوي چې موږ یونیم کال وړاندی پیل کړ، دغه راز دا د انتقال د بهیر په اړه زموږ جدیدت څرګندوی. په ۲۰۰۹ کال کې ما اعلان وکړ چې موږ به دیرش زره اضافي سرتیري افغانستان ته ولیږو، او پدې لړ کې زموږ اهداف ډیر څرګند وه. موږ غوښتل چې د طالبانو هغه نفوذ وځپو چې د افغانستان په ځینو سیمو کي مخ په ودې وو. موږ دغه راز غوښتل چې افغان ځواکونه ورزوو تر څو افغانان د خپل هیواد د امنیت ټینګولو ظرفیت وموندي. موږ پدې موده کي ډیر پرمختګونه کړي دي او موږ ۱۰۰ زره اضافي افغان سرتیري روزلي دي. موږ په کندهار او هلمند ولایتونو کي ګڼې سیمې د طالبانو له واکه راایستلي دي تر څو خلک د امن احساس وکړي. اوس موږ غواړو چې د روان کال تر پایه لس زره سرتیري راوباسو او ۲۳ زره نور تر راتلونکي دوبي پورې راوباسو – پدی توګه به موږ پخوانی شمیره کې پوځي شتون ولرو. د افغان ځواکونو له ودې سره سم به موږ د انتقال بهیر ته پدې هدف دوام ورکړو چې دغه بهیر په ۲۰۱۴ کال کې بشپړ شي. خو تر ۲۰۱۴ وروسته به هم موږ هڅه وکړو د افغانستان له خلکو او دولت سره پیاوړی اړیکې وساتو. موږ به عین پوځي شتون ونلرو، خو موږ به هغو اقتصادي او پرمختیایي موخو ته هیله ولرو چې له افغانانو سره به په ګده ورباندي کار کوو.

۲ پوښتنه: ستاسو له انده، دا کار به د ناټو پر متحدینو څه ډول اغیزه ولري؟ د بیلګې په ډول، تاسو څه ډاډ ورکوی چې د ناټو متحدین به هم د وتلو بیړه ونکړي – یا تر موږ وړاندې له افغانستانه ووځي؟

۲ ځواپ: له دی پریکړې وړاندې موږ له خپلو ناټو متحدینو سره ژورې مشورې لرلې. ما دا موضوع د ناټو له عمومي منشي او د نورو مهمو شریکو هیوادونو سره مطرح کړه او دوي ټول پدې پوهیدلي دي. موږ د سرتیرو شمیره اوچته کړه او اوس یي ټیټوو، خو زموږ اساسي ۶۸ زره سرتیري به آن له راتلونکي کال وروسته افغانستان کې پاته شي او موږ به د انتقال بهیر پداسې توګه ترسره کړو چې افغان ځواکونه د خپل هیواد د امنیتي اړتیاوو د سمبالښت جوګه وي.

۳ پوښتنه: ښه نو تاسو اوس خپله پریکړه په سیمه کې د حالاتو سره سمه کړې ده. تاسو دغه بهیر څنګه بشپړ کړ؟

۳ ځواب: دا له جنرال پتریس او په سیمه کې له نورو قومندانو سره د خبرواترو لړﺉ وه، او له افغان حکومت سره هم مشوره وشوه. دلته یوه اساسي موضوع دا ده چې سم انډول رامنځته شي، افغانانو ته دا پوهاوی ورکړو چې موږ داسي یو خپلواک افغانستان غواړو چې خوندي وي، او موږ پدې پوهیږو هرڅومره چې د افغانانو مسوولیت شتون ولري نورو ټولو ته به ښه وي. خو موږ باید دا ډاډ هم ورکړو چې چاری داسي په چټکې نه ترسره کوو چې افغانان یواربیا ځانونه یوازي احساس کړي. زه فکر کوم هغه شمیره چې موږ غوره کړې ده سم انډول رامنځته کوي او د انتقال له یوه تدریجي بهیر سره سمون لري او موږ ته به بیا هم له افغانانو سره د شراکت فرصت راکړي. دا هم باید هیر نکړو چې افغانان هم هره ورځ وژل کیږي، دوې هم په جګړه کې ښکیل دي، افغانان خپل هیواد، آزادۍ او عزت لپاره مري. هغه څه چې موږ یې ډاډ ورکوو دا دې چې موږ به پدې بهیر کي یو ښه شریک پاتي شو، خو دا پیغام افغانانو ته ورکوو چې “دا ستاسو هیواد دې، او بلاخره تاسو یي مسوولیت لری”.

۴ پوښتنه: تاسو د افغان دولت یادونه وکړه، ولسمشر حامد کرزی پر متحدو ایالاتو او ناټو کلکي نیوکې کوي. آیا تاسو د هغه پر ویناوو خواښیني یاست، او هغه څه ډول متحد ارزوۍ؟

۴ ځواب: په عمومي ډول، زه فکر کوم ولسمشر کرزی هغه ستراتیژیکې ګټې لري چې موږ یې لرو – او هغه یو خپلواک او خوندی افغان دولت دې چی خپل سرنوشت پخپله ټاکي او نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه متحدو ایالاتو ته د یوه پیاوړي ملګري په سترګو وګوري چی له افغانانو سره د هغوې د هیلو په لاسته راوړلو کې مرسته کوي. څرګنده ده چې په یوه سخت چاپیریال کې چې ګڼ بهرني ځواکونه په یوه هیواد کې شتون ولري تشنج رامنځته کیږي. دا حقیقت لري چې کله ناکله تکتیکونه په سیمه کې تشنج رامنځته کوي خو په عمومي ډول د ولسمشر کرزي هدف دا دې چې افغانستان د ترهګرو لپاره یو خوندي ځاې نه وي او باید د افغانستان د اساسی قانون رعایت وشي. زما له انده د ولسمشر کرزي دا تعهدات د امریکا له ګټو سره پوره سمون لري.

۵ پوښتنه: موږ د اروپایي او ناټو متحدینو په هکله وغږیدو او لکه څنګه چې تاسو پوهیږې په اروپا کې د جګړې په اړه یو ډول نارضایتي رامنځته شوې ده. تاسو دغه ډول نارضایتي دلته په امریکا کې احساسوی او په اړه یې څه کوۍ؟

۵ ځواب: هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې تر لسو کالو جګړې وروسته د لاسه وتلو انسانانو او پیسو له کبله به خلکو کې نارضایتي رامنځته نه شي. ښه خبر دا دی چې موږ له یوه ځواکمن دریځه د انتقال بهیر ته ورننوځو، د سرتیرو د شمیرې د زیاتولو له کبله مو د طالبانو نفوذ ځپلې دې او ګڼ پرمختګونه مو کړي دي او افغان ځواکونه مو روزلي دي. زه فکر کوم چې د امریکا خلک او له هغو متحدینو سره چې موږ خبرې ورسره کوو غواړي چې موږ دا دنده بشپړه کړو، اوموږ افغانانو ته یو داسې خوندي هیواد وروسپارو چې دوي یې ساتنه وکړاې شي. موږ دا کار په همکاری ترسره کوو او پدې لړ کې د افغانستان قوانینو او ملي ځواکونو ته درناوی کوو، خو موږ هغه اهداف نه پریږدو چې پکښې کې مو سترې پانګونې کړي دي.

۶ پوښتنه: آیا تاسو فکر نه کوی چې ځیني افغانان به داسې وانګیري چې ګواکي امریکا دوۍ بیا یواځي پریږدي؟

۶ ځواب: زه داسې فکر نه کوم. هدف مي دا چی موږ د کال تر پایه د لسو زرو سرتیرو د ایستلو په اړه غږیږو او ۲۳ زره نور به راتلونکي دوبی راووځي، خو موږ به ۶۸ زره سرتیري هلته ولرو او هلته نور متحد ځواکونه هم شتون لري. ځکه خو موږ به افغانستان کې بیا هم شتون ولرو – خو دا د دي مفهوم ورکوي چې افغانان په کراره ډیر مسوولیتونه اخلي.

۷ پوښتنه: لکه چې تاسو پوهيږی نن سبا افغانستان کې د پخلاینې ټکی کارول کیږي. تاسو پخلاینه څه ډول تعریفوﺉ، او پدې بهیر کي د متحدوایالاتو ونډه څه ده، آیا دا بهیر لږترلږه د طالبانو د ځینو عناصرو سره د خبرواترو ملاتړ کوي؟

۷ ځواب: هغه څه چې موږ په وارو ویلي دا دي چې یو سیاسي جوړجاړی باید وشي تر څو په سیمه کې رښتوني سوله رامنځته شی. خو د دې سیاسي جوړجاړي شرایط مهم دي، او موږ پخپلو معیارونو کې ډیر څرګند یو. موږ به افغانان وهڅوو، او پخپله به له هر هغه چا سره خبری وکړو چې له القاعدی سره خپلې اړیکې وشلوي، د افغانستان اساسی قانون ته درناوی وکړي او د زوریاتي څخه د سیاسي واک ګټلو لپاره کار وانخلي. که دوې دغه شرایط پرځاې کړي، نو زه د دې امکان ډیر وینم چې افغانانو ته فرصت برابر شي چې د سیاسې جوړجاړی له لارې ۳۰ کلنې جګړې ته د پاې ټکې کښیږدي. خو دا هم ډیره مهمه ده چې زموږ پوځي هڅۍ د دغو سیاسي هڅو ملاتړ وکړي. دا پدې مانا ده چې طالبان او نور پدې وپوهیږي چې دوي نشي کولی تر موږ ډیر مقاومت وکړي، او دوې پدې وپوهیږي چې موږ به پر دوې خپلو فشارونو ته دوام ورکړو تر څو دوې د خبرو میز ته پداسې حال کي راوباسو چې د افغانستان د اساسي قانون د درناوي روحیه ولري.

۸ پوښتنه: د افغانستان په اړه خبری کول بیله پاکستانه نه کیږي. اوس چې موږ له افغانستان د وتلو بهیر پیل کوو، آیا تمرکز پاکستان ته اوړي؟

۸ ځواب: زه فکر کوم چې تمرکز پاکستان ته له دوو کالو راهیسې اوښتې دې. موږ باید افغانستان او پاکستان ته د یوې ګډې ستونزۍ په توګه وګورو. سرحدي سیمه کې افراطي ډلو واک ترلاسه کړې او په هغه ځاې کي القاعدې ته پناه ورکوي چې پرافغانستان، پاکستان او ټولې نړۍ بریدونه وکړي. موږ له پاکستان سره د اړیکو پیاوړې کول غوښتلي دي. څرګنده ده چې دې کار تشنج هم رامنځته کړی دی خو په عمومي توګه پاکستان له موږ سره د استخباراتو په چارو او پاکستان کې پر مهمو اهدافو په برید کولو کې همکاري کړیده. موږ فکر کوو چې هیڅ بل هیواد تر پاکستان له ترهګرو ډیر ندې اغیزمن شوی. ځکه خو دا همکاري د پاکستان په ګټه هم ده. موږ فکر کوو چې پاکستان د پخلاینې په لړ کې د مشروع ونډې حق لري. زه پوهیږم چې ولسمشر کرزي اسلام آباد د خپل سفر په ترڅ کې موافقه کړیده چې افغانستان او پآکستان، د متحدو ایالاتو سره يوځاې، داسي یوه اساسي ډله رامنځته کړي چې دغه بهیر په سمه توګه پرمخ بوځي. پاکستان نه یوازې چې مسوولیت لري بلکه زه فکر کوم پخپله خاروه کې د ترهګرو د شتون له ختمولو سره هم ژوره علاقه لري.

۹ پوښتنه: خو څرګنده خبره ده چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې سړې شوي دي. تاسو د اسلام آباد او واشنګتن تر منځ د خرابیدونکو اړیکو د بیارغولو لپاره څه پلان لرﺉ؟

۹ ځواب: زه فکر کوم هغه څه چې ترسره شوي دا دي چې د وخت په تیریدو سره زموږ په اړیکو کې صداقت ډیر شوې دې. ځیني ښکاره توپیرونه هم شتون لري. څرګنده ده چې د اسامه بن لادن د وژلو عملیاتو اضافي تشنج رامنځته کړ، خو ما تل پاکستان ته په ډاګه ویلي چې که موږ هر وخت اسامه په نښه کړ نو د عمل سپماوی به ونکړو. موږ فکر کوو چې که پاکستان له افراطیت څخه د رامنځته کیدونکو ګواښونو په اړه سم پوهاوی ولري، نو هیڅ داسې دلیل به نه وي چې موږ ګډ کار ونشو کړای - د امریکا، پاکستان او افغانستان امنیتي ګټې سره نښتي دي.

۱۰ پوښتنه: آیا تاسو فکر کوﺉ چې پاکستان باید له ترهګرۍ سره مبارزه کې خپله ونډه نوره هم ډیره کړي؟

۱۰ ځواب: زه فکر کوم چی پاکستان تل ترهګرۍ ته د داسې یوې ستونزی په سترګو کتلي چې د نورو پوری اړه لري، او یا د طالبانو عناصرو ته په افغانستان کی د نفوذ و سیله ګڼي. هغه څه چې موږ پاکستان ته وړاندیز کړې دا دې چې ترهګري تر هر بل هیواد ډیر پاکستان ګواښوي. دغه کار د پاکستان او نورو هیوادونو، ګاونډیو او متحدو ایالاتو تر منځ پر اړیکو ناسمه اغیزه کوي – خو که له افغان دولت سره مستقیمه اړیکې ولري نو دا په ډیر ښه وي، او هیڅ دلیل نشته چې طالبان د افغانستان په خلاف وکارول شي. د دې پرځاې باید دوی افغان دولت ته د یوه ملګري او شریک په سترګه وګوري چې ګډ کار ورسره وکړي.

۱۱ پوښتنه: بیرته افغانستان ته راګرځو، آیا تاسو فکر کوﺉ چې اروپایي متحدین باید خپله ونډه ډیره کړي؟ ځکه د دفاع وزیر رابرت ګیتس پدې وروستیو کې پر اروپایانو او ناټو یو لړ نیوکې کړي دي. آیا دوې نور څه هم کولې شي که باید یي وکړي؟

۱۱ ځواب: زه فکر کوم په افغانستان کې زموږ د اروپایي متحدینو قربانۍ ډیرې سترې دي. که تاسو د بریتانیایې ځواکونو د مرک ژوبلې شمیرو ته وګورﺉ، دا ډیرې لوړې دي. فرانسویانو، ایتالیاویانو، هالنډیانو ټولو ډیرې قربانې ورکړي دي. که تاسو ګڼو مرکزي او ختیځو اروپایي دولتونو ته نظر واچوﺉ د دوې شمیرې هم اوچتې دي او تر خپل وس یې ډیره ونډه اخیستې ده. موږ پر هغه څه چې مو ترسره کړي ویاړو. اوس هغه څه چې زه فکر کوم رښتیا ده دا دي چې د ناټو د بدلیدونکې ونډې پوښتنه ده. موږ ټول د پوځي بودجو له فشارونو سره مخامخ یو. زه فکر کوم چې د دفاع وزیر په افغانستان کی د اروپایي هیوادنو د ونډی په هکله لږ غږیدلی دی. د دوﺉ ونډه ځواکمنه او دوامداره ده خو کله چې موږ د راتلونکو عملیاتوو او راتلونکي ظرفیت په هکله خبرې کوو دا پوښتنه رامنځته کیږي چې آیا اروپا به زموږ سره د ناټو په عملیاتو کې پوره شریکه پاتي شي؟

۱۲ پوښتنه: تاسو د پوځي بودجې یادونه وکړه، او زه ډاډه یم چې د ځواکونو په ایستلو کې یوه ملاحظه د جګړی لګښت کیداې شي. اوسنۍ بودجوي کړکیچ تر کومه بریده ستاسو پر بهرنۍ تګلارې سیوری اچوي چې امریکا څه کولې شي او څه نشط کولې؟

۱۲ ځواب: حقیقت دا دی چی دا ملاحظات پر بودجوي محاسباتو ندي ترسره شوي. دا پرهغې تګلارې شوي چې ما ۱۸ میاشتي وړاندی اعلان کړې وه، او ماغوښتل چی دا تګلاره پلي شي. ما د امریکا خلکو ته یوه ژمنه کړې وه چې د سرتیرو شمیره به ۱۸-۲۴ میاشتو لپاره زیاته شي. تر هرڅه لمړﺉ دا محاسبه د ستراتیژیک پوهاوي پر بنسټه ولاړه ده، داسي چې په اوږده مهال کې د یوه باثباته افغانستان لپاره زموږ په وړاندې يواځني لاره دا ده چې افغانان باید ظرفیت ولري او دا چې موږ نشو کولې د دوی پر کلو ګزمې وکړو او د دوی پر سړکونه پولیس وګمارو. بلاخره افغانان باید دا چارې ترسره کړي. هغه حقیقت چې په اړه یې هیڅ شک نشته دا دې چې متحده ایالاتو یو ډیر ستر مالي پیټی پر اوږو اخیستی، نه یوازې د افغانستان د جګړی بلکه د عراق د جګړی هم. په افغانستان کې د سرتیرو د شمیرې د ټیټولو په هکله یو استدلال چې ما د امریکا د خلکو سره کارولې دا دې چې زموږ ځواک او قدرت تل زموږ پر اقتصادي پیاوړتیا او سوکالۍ ولاړ دې. د قدرت په کارولو کې موږ باید سم قضاوت وکړو. دا یوه ښه تګلاره ده. دا زموږ د ملي امنیت لپاره ښه ده. او اتفاقا دا زموږ د بودجی لپاره هم ښه ده.

XS
SM
MD
LG