د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وايي د داعش مشران یو د بل پسې نابودوي


ښاغلي اوباما نن د خپل امنیتي سلاکارانو سره وکتل
ښاغلي اوباما نن د خپل امنیتي سلاکارانو سره وکتل

جمهور رئیس بارک اوباما د دوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع په وزارت کې د خپل امنیتي ټیم سره له لیدنې وروسته وویل چې د داعش پر ضد د امریکا د متحده ایالاتو هڅې پر څلورو اصلونو ولاړې دي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه چې دغه هڅې به لومړی د داعش د اهدافو په نښه کولو، دوهم د داعش پر ضد د پیاده جگړې لپاره د عراقي او سوري ځواکونو روزنې او تجهیز، دریم د اخلال، جلب و جذب او د داعش د پروپاگند د مختلولو له لارې ددې ډلې د عملیاتو ځنډول، او څلورم په سوریه کې د جگړې د پای ته رسولو لپاره په دیپلوماتیکې لارې موندلو متمرکزې شي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل چې د امریکا پر مشرۍ ایتلاف د داعش د ډلې مشران، قوماندانان او قاتلین یو د بل پسې له مینځه وړي.

ښاغلي اوباما د داعش پر ضد د امریکا پر مشرۍ د ایتلاف عملیات گټور وگنً او وویل چې اوس د اسلامي دولت ډله څلویښت په سلو کې گڼ میشته سیمې چې په عراق کې یې پرې ولکه درلوده له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي اویاما وویل چې د امریکا د دفاع وزیر ته یې امر کړی چې منځني ختیځ ته لاړ شي او په سیمه کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد هڅې د متحده ایالاتو د شریکانو سره هم آهنگې کړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د مبارزې په اړه د روسي مقاماتو سره د خبرو لپاره سبا ته مسکو ته لاړ شي.

XS
SM
MD
LG