د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما نن کرزي ته خواخوږي څرګنده کړه


اوباما نن کرزي ته خواخوږي څرګنده کړه
اوباما نن کرزي ته خواخوږي څرګنده کړه

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما نن له جمهور رییس حامد کرزي سره په ټلیفون کې خبرې وکړې او د احمد ولي کرزي په مړینې یې ورته خپله خواخوږي څرګنده کړه.

په هغه اعلامیه کې چې نن د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر خپره کړه، ویل شوي چې جمهور رییس اوباما د امریکا د خلکو په استازيتوب ښاغلي کرزي، د احمد ولي کرزي د کورنۍ غړیو او ټولو افغانانو ته د ډاډګېرنې او تسلیت پیغام ورکړی دی.

احمد ولي کرزی نن په کندهار کې په خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه په جنازه کې پخپله جمهور رییس کرزي او د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه په زرګونو خلکو برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG