د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: قذافي دي د قدرت نه لاس واخلي


اوباما: قذافي دي د قدرت نه لاس واخلي
اوباما: قذافي دي د قدرت نه لاس واخلي

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما، خپله تر ټولو قوی غوښتنه، د لېبېا دمشر معمر قذافی په باب د پنجشنبی په ورځ خپره کړله چې هغه له قدرت نه لاس واخلی.

دامرېکا غږ کېنېټ کلاېن رپوټ ورکوی چې سپېنی ماڼی دامرېکا پوځ ته صلاحېت ورکړېدی چې له نظآمی الوتکېو ته دهغو مصرېانو سره د مرستی لپاره کار واخلی چې له مصرنه تونېس ته تللی وو چې هغوی وکولی شی چې بېرته مصر ته ولاړ شی.

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما ووېل امرېکا اونړی په دې باندی سخته په غوسه ده چې د لېبېا له خلکو سره له وحشتناکی مرگ ژوبلی نه کار اخېستل کېږی. هغه د لېبېا مشر دېته وهڅاوه چې له قدرت نه لاس واخلی.

براک اوباما وايی : " تشدد اومرگ ژوبله باېد په ټپه ودرول شی. معمر قذافې دخپل مشرتابه مشروعېت له لاسه ورکړېدی؛ اوپکارده چی له قدرت نه لاس واخلی. هغه کسان چې د لېبېا دخلکو خلاف دمرگ ژوبلی مرتکب کېږی له هغوی سره به حساب اوکتاب وشی. "

په هغه گډ خبری کنفرانس کې چې اوباما د مکسېکو له جمهوررئېس فېلېپې کالدېرون سره درلود ، په سپېنه مآڼی کې خپله اولنی وېنا خپره کړله او پر قذافې ېې غږ وکړ چې له قدرت نه لاس واخلی. براک اوباما تردې مخکې هم د قذافې د لېری کېدلو لپاره غږ کړی و. هغه داخبری په لېکلی وېنا کې د جرمنی له مشرې انگېلا مرکېل سره په ټېلېفون کې کړی وی.

براک اوباما ووېل چې مرگ ژوبله اوتشدد به د لېبېا دخلاف وڅارل شی او د قذافې له ملاتړ و سره به حساب اوکتاب وشی. هغه ووېل هغه کسان چې په دې اټکل بوخت دی چې دلېبېا شخړه به کومه خوار وانه وی پکارده چې هغوی د د لېبېا داوږدی مشر سره ملگرتېا ترک کړی. اباما وايی 02

" پکارده چې هغوی په دې پوه شی چې تارېخ د قذافې خلاف روان دی. ددوی ملاتړ او لېوالتېا چې د قذافې اوامر ومنی او هغه د لېبېا دخلکو خلاف دمستقېم تشدد اومرگ ژوبلی په برخه کې دی ، په نهاېت کې به له دوی سره ددې حساب اوکتاب وشی.

ښاغلی اوباما ووېل چې دی په دې برخه کې په ټولو نظآمی او غېرنظامی لارو چارو باندی غور کوی چې په کې د نه پرواز د علاقې ټاکل هم شامل دی. دامرېکا چارواکېو او ددفاع وزېر رابرت گېټس ددغه راز عملېاتو د چلو لو د ستونزو په برخه کې هم خبری کړېدي.

جمهوررئېس وايی چې دی په دې برخه کې له نړېوالی ټولنی سره سلا مشوری کوی چې دې ستونزو ته د حل لاره برابر کړی په خاصه توگه هلته د بشری غمېزو مخه ونېول شی.

براک اوباما وايی :" په دې برخه کی ددې جنجال خطر رامنځته کېدلی شی چې دا مسله دوخت په تېرېدو سره خونړی بڼه غوره کاندی. ښکاره خبره ده چی موږ په دې باندی غور کوو. زه غواړم داخبره ېقېنی کړ م چې دامرېکا متحده اېالات پوره قوت او قابلېت ولری چې د ضرورت په وخت کې اقدام وکړی او دامکان په صورت کې په ډېره چټکی باندی داکار سرته ورسوی. "

دامرېکا جمهوررئېس ووېل “ما دامرېکا پوځ ته ه صلاحېت ورکړېدی چې په خپلو الوتکېو کې هغه مصرېان چی دمصر دشخړوپه وخت کې ېې تونس ته پنا ه وړی وه له هغوسره مرسته وکړی چې بېرته مصرته ولاړشی. ما دامرېکا ای اای ډی ته هم امر کړېدی چې نوری ملکی الوتکی هم دربست ونېسی چې دنورو هېوادونو له خلکو سره مرسته وکړی چې خپلو کورونو ته ستانه شی. “

د پنتاگان چارواکی وایی تروسه پورې کومه خاصه فېصله نده شوی چې دوی نظای عملاېت پېل کانی. دی

دامرېکا دوه معتبرو سناتورانو ووېل پکارده امرېکا په دې برخه کې مرسته وکړ ی چی دنه پرواز علاقه وټاکل شی اوعملی شی.

سناتور مک کېن او جو لېبر من ووېل چې په عربی ملتونو کې عمومی پاڅونونه ښايی داسی غېر پېشبېنی شوی حالات منځته راولی چې داسی ستونزی له ځان سره راولی چې دامرېکا لپاره زېانمنی وی. هغوی دواړه دامرېکا په بروکنگز انستېتېتوت کې دخبرو لپاره راغلی ول. دواړو دروانو حالاتو او بدلونو نو په برخه کې په منځنی ختېځ کې داحتېاط اوخوشبېنی خبری وکړلی.

سناتور لېبر من په دې برخه کې داسی ووېل " دډېرې اوږدی مودی لپاره به موږ وېل چی په اسلامی نړی کې معتد ل اومېانه روه خلک چېرته دی. هغوی ولی خپل غږ نه اوچتوی. هغوی اوس خبری کوی اوپه دومره ډېر قوت ېې کوی چې موږ ېې مخکی تصور نشوای کولی. هغوی د قاهری پر سړکونو باندی او په تونس او بنغازي کې زموږ دتصور خلاف په پوره قوت خبری کوی. داپه رېښېتېنه باندی ډېره فو ق العاده خبره ده. پکارده چی موږ دېوه هېواد په توگه خپل فعال نقش په دې برخه کې ترسه کړو که نه تل به افسوس کوو. پکارده چې موږ د معتدلو خلکو ملاتړ وکړو، په عبوری مرحله کې ېې ملاتړوکړو او په دېموکراسی کې ېې ملاتړ وکړو.

XS
SM
MD
LG