د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وايي د مینځنۍ طبقې دپاره نوی پلان لري


دامریکا ولسمشر براک اوباما وايي پکارده چې امرېکا ښه شي چې دمنځنۍ طبقی لپاره ښه شراېط برابر کړي او د یوه قوي اقتصادی انکشاف لپاره دبنسټ ډبره کښېږدي.

ښاغلي اوباما په خپله اونیزې راډیويي وینا کې د شنبی په ورځ وویل چې حتی د اقتصادي شخړو نه څوکاله مخکي ، شتمنی اوغنا د یوڅو بډایانو په ولکه کې په غیرعادلانه توګه راغونډه شوې وه په داسې حال کې چې ډیرو کورنیو ورځ تر بلې سخت کارونه کول چې خپلې شپې ورځې سباکړي.

ولسمشر اوباما وویل چې ددغه بهیر بیرته راگرځول باید د واشنګټن د ترجیحاتوت په سر کې وشمیرل شي.

ښاغلي اوباما وویل چې دی دمنځنۍ طبقې لپاره یو داسې ستر پلان وړاندي کوي چې د هغوي په ګټه وي. نوموړي وویل چې دی به له جمهوري غوښتونکو سره په ګډه کاروکړي چې دمالیې مقررات اسانه کړي.
XS
SM
MD
LG