د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: مسلمانان د نورو آمریکایانو په شان حقوق لري


د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د سپتمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو په سیمه کې د اسلامي مرکز د جوړیدو د پلان نه ملاتړ وکړ خو د جمهور ریْس دغه اقدام د انتقاد کونکو په آرامولو کې دومره دپام وړ رول ونه لوبوه. د آمریکا غږ خبریال جوروم سوکولوسکي د واشنګټن څخه په خپل ریپوټ کې وايي چې د جمهور ریْس اوباما ملاتر هغه استدلال لا پسي غېښتلی کړ چې وايي ددغه اسلامي مرکز جوړیدو ته دي ځکه اجازه ورکړل شي چې د آمریکا متحده ایالات د مذهب په آزادۍ باندي باور لري.

یادشویْ اسلامي او کلتوري مرکز به د ګروند زیرو د سیمې نه چې په کښي د نړۍ تجارتي مرکز و او د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې په تروریستي حملو کې له منځه ولاړ جوړ شي. دغه تروریستي حملې څو تنو مسلمانو تندرو وکړې چې په القاعده ترهګرۍ شبکې پوري تړلي وو. په یادشوې پېښه کې نږدې ۳ زره بې ګناه کسان ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې په پیل کې جمهور ریْس اوباما هڅه وکړه چې د موضوع نه ځان دباندي وساتي. سپینې ماڼۍ وویل چې دا د ایالت په سطح موضوع ده او باید په خپله نیویارک کې حل شي.

خو د جمعې په شپه جمهور ریْس اوباما بالآخره په دې باب خبري وکړې، کله چې یې په سپینه ماڼۍ کې د یوه روژه ماتي کوربه توب کاوه.

جمهور ریْس اوباما داسي وویل،،د آمریکا د یوې تبعې په حیث او د آمریکا د جمهور ریْس په توګه زه فکر کوم چې مسلمانان هم عین حقوق لري چې خپل مذهب تعقیب کړي لکه نور د آمریکا اتباوې چې یې لري. دغو حقوقو ته په کتو سره دوی کولای شي چې د منهاتن په سیمه کې د عبادت ځای جوړکړي او ټولنیز مرکز پرانیزي. دا د سیمه ایزو ایالتي قوانینو او مقراراتو سره برابر اقدام دی،،.

جمهور ریْس اوباما وویل چې هغه د ځینو نورو په احساساتو باندي پوهېږي، داسي احساسات چې وايي د ترهګریزو حملو په سیمه کې اسلامي مرکز جوړیږي خو جمهور ریْس اوباما وویل چې القاعده د اسلام نماینده ګي نه کوي او د مذهب آزادۍ ته د آمریکا تعهد باید نه کمزوری کیدونکی تعهد وي.

خو د جمهور ریْس اوباما څرګندونو د دغه اقدام د مخالفینو په آرامولو کې د پام وړ رول ونه لوبوه.

پمیلا ګیلر چې په آمریکا کې د یوه ډلې مشري په غاړه لري او د ډلې نوم یې دا دی چې ،،د آمریکا اسلامي کیدل ودرویْ،، په منهاتن کې یې د یادشوي کلتوري مرکز د جوړیدو پر خلاف یو لړ مظاهرې سازماندي کړي.

هغې داسي وویل: ،،جمهور ریْس په ډېرې بې باکۍ سره د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د پېښې د قربانیانو او د هغوی د فامیلونو احساسات او زمونږ احساسات دپام خورځوي،،.

میرمن ګیلر او نور مخالفین دا ادعا کوي چې د ګروند زیرو په سیمه کې چيري چې ترهګریزې حملې وشوې، د مسجد جوړول د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې د پېښې د قربانیانو یادونو ته سپکاوی دی.

د دغه پلان یو بل مخالف جمهوري غوښتونکی سناتور پیتر کینګ دی چې د نیویارک د ایالت استاځی دی.

هغه په یوې لیکل شوې بیانیې کې ویلي چې جمهور ریْس د سیاسي اصلاحاتو په نامه افراط کوي.

په عین حال کې ځینو نورو مخالفینو د دغه کلتوري او اسلامي مرکز د جوړیدو نه ملاتړ وکړ خو په عین حال کې داسي اندېښنې هم لري چې افراطي مسلمانان ښايي ادعا وکړي چې دا د دوی دپاره یو بری دی.

نهاد اواد چې د آمریکا او اسلامي نړۍ په مرکز کې کار کوي د آمریکا غږ ته یې وویل چې د جمهور ریْس اوباما څرګندونې د هغه استدلال پر خلاف دي چې وايي افراطي مسلمانان به ادعا وکړي چې د منهاتن په سیمه کې د جومات جوړیدل د دوی دپاره بری دی.

هغه داسي وايي: ،،په حقیقت کې که چیري دغه مرکز جوړ نشي نو په دغه صورت کې به د ترهګرو دپاره یو بریالیتوب وي، ځکه دوی به وايي چې په آمریکا کې مسلمانان هغه حقوقو نه لري لکه د نورو ادیانو خلګ چې یې لري،،.

د یادونې وړه ده چې د دغه پلان پر سر بحثونه په لومړي پراو کې ډیر سطحي و خو وروسته چې نامتو او بانفوذو کسانو ورسره مخالفت وکړ، نو بحثونو زور واخیست. ددغو مخالفینو په جمعه کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتو کې کاندید د جمهور ریْس مرستیاله سارا پیلن هم شامله ده. دغو کسانو هغه وخت خپل مخالفت څرګند کړ چې د نیویارک د ټایمس سکویر په څلور لاره کې یوه پاکستاني الاصله آمریکايي هڅه وکړه چې د موټر بم چاودنه وکړي خو په خپل هدف کې بریالی نشو او وروسته ونیول شو.

د آمریکا د سي ان ان د تلویزون د یوې شوې سروې له مخې چې د جمهور ریْس اوباما د بیانیې مخکي شوې ده، ۷۰ په سلو کې آمریکایانو ددغې پروژې سره مخالفت ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG