د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د ناورې په پیښې خواشیني یو


اوباما: د ناورې په پیښې خواشیني یو
اوباما: د ناورې په پیښې خواشیني یو

دامرېکا جمهوررئېس بارک اوباما د ناروې له خلکو سره ، د جمعی د ورځې د غټی چاودنې له امله، خپله خواخوږي څرګنده کړېده.

په پایتخت اسلو کې د دغې چاودنې له آمله د صدراعظم دفتر وران وېجاړ شوی دی. یو رپوټ وايي چې په دغو دوه برېدونو کې تر اوسه پورې ۹۱ تنه وژل شوېدی.

په دې ترڅ کې ۷ تنه په چاودنه کې وژل شویدي او ۸۴ تنه په هغه برید کې ووژل شول چې یو سړي د ځوانانو د اوړي په یوې تفریحي غونډه کې په ډزو پېل وکړ.

د ناروې د عدلیې وزیر نوت سټار بیرګیت، خبریالانو ته ددې چاودنی او ډزو په برخه کې وویل هغه سړي چې د یوتویا په ټاپو کې یې ډزې وکړې، د ناروې دی او اوس په توقیف کې دی.

د ناروې صدراعظم جینز سټال ټینبرګ هم د خبریالانو سره خبري وکړې. هغه دغه دا حمله یوه "بزدلانه" عمل وباله او وې ویل چې دا به د ناروي دیموکراسي تباه نه کړي او د ښې نړۍ لپاره به د ناروې تعهد ات پر ځای پاتې وي.

د امریکا جمهوررئېس بارک اوباما ته په اوسلو کې د چاودنی په باب د هغه د ترهګرﺉ ضد سلاکار جان برېنن له خوا لنډ معلومات ورکړل شو.

رپوټ وايي د چاودنی په وخت کې دناروی صدراعظم جینز سټال ټینبرګ په خپل دفتر کې نه و.

دامرکېا جمهوررئېس براک اوباما په سپېنه ماڼی کې خبرېالانو ته د نیوزیلند د صدراعظم جان کې سره یو ځای د جمعی په ورځ په دې برخه کې خبری وکړلې.

جمهوررئېس بارک اوباما وویل:

"غواړم شخصا خپله خواخوږي د ناروې خلکو ته څرګنده کړم او دا ددې څرګندونه ده چې ټوله نړېواله ټولنه ددغه راز ترهګري د پېښېدو په مخنیوي کې مسوولیت لري. او پکار ده چې موږ په دوه برخو کې همکاری وکړو، یو د استخباراتو د شریکولو او بل ددغه راز وحشتناکو بریدونو د مخنیوي په برخه کې، په ګډه کار وکړو.َ"

په ناروې کي چي په عمومی ډول یو آرام هیواد دی، د جمعې په ورځ دغو دوو حملو سخت ولړزاوه .

رپوټ وايي د پرون ورځي حملې دومره سختي وې چي ناروي ددوهمی نړۍ والي جګړې نه راوروسته داسی حملی نه وې لیدلي. دناروې صدراعظم ددغی خونړي برید په باب وویل: دا یوه ملي غمیزه ده او یوه وحشتناکه پیښه ده. دغه ټاپو چې د جنت په څېر دی په دوزخ ېې بدل کړ.

رپوټ وايي چې ناروې د ناټو په نظامی ماموریت کې د لیبیا د حکومت د قواو خلاف ېی جمهوررئیس قذافي ته وفاادارې دي برخه اخیستې ده.همدارنګه د ناروې یوې وړې قوې د ناټو د ایساف په قواو کې چې په افغانستان کې د سوله ساتنې عملیات کوي هم برخه اخیستې ده.

دنېوزېلند له صدراعظم سره براک اوباما په افغانستان کې په امنیتي عملیاتو کې د همکاري په باب خبرې وکړلې.

جمهوررئېس د نیوزېلنډ د خلکو د صبر او حوصلې چې د زلزلی په برخه کې یې وښودله ستاینه وکړله. د نیوزیلنډ د کرېس چرچ ښار څه موده مخکې یوې قوي زلزلې سخت ځپلی و.

په دې باب چې په ناروې کې د حملې مقصد څه و تر اوسه لا په واضح توګه چا څه نه دي ویلي؛ مګر د ناروې چارواکي دا هم نه وایي چې دغه دوه حملې له یو بل سره تړاو لری او که نه.

XS
SM
MD
LG