د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د اوکلهوما ایالت د بړبوکۍ ځپلې سیمې ته سفر کړی


د امریکا ولسمشر براک اوباما د یکشنبې په ورځ د اوکلاهوما ایالت ته سفر وکړ چې هغه سیمې وګوري چې د تیرې اونۍ وېجاړوونکې بړبوکۍ ځپلې دي.

ښاغلي اوباما د مور په ښارګوټي کې ددغه ښار له خلکو سره ولېدل. په همدغه ښارګوټي کې د ویجاړوونکې بوړبوکۍ له امله څلور ویښت تنه ووژل شول او د درو سوو اوه اویا تنو څخه زیات کسان ټپیان شول.


ښاغلي اوباما ژمنه وکړه چې حکومت به پداسې حال کې چې دوي د خپل ښار د بیارغونې چارې پر مخ بیايي په هر ګام کې له دوي سره مل وي او ملاتړبه یې وکړي چې دوي بېرته په خپلو پښوودرېږي." دامرېکا په گوټ گوټ کې ستاسی وطنوال تاسو ته دعاګانې کوي. هغوي ستاسي په هکله فکرمن دي اوغواړي له چې له تاسی سره مرسته وکړي،،.


ښاغلیْ اوباما پداسې حال کې چې د دې ایالت د والي میرمن میري فالین او نورو اېالتي او فېدرالی چارواکیو سره ولاړ و، ویې ویل چې موږ ته د بیارغونې یوه ډېره مهمه وظېفه را له غاړې ده. خو نوموړي د مور د ښار د اوسیدونکو پر قابلیت چې له سختو حالاتو سره دمقابلې وړتېا لری، پوره ډاډ څرگند کړ.


ولسمشر دوخته د اوکله هوما ایالت دمور ښار د ناورین سیمه اعلان کړېده او ژمنه یې کړې چې دغه ښار ته چې د بیارغونې په هڅو بوخت دی هر هغه څه به برابر کړي چې دوی ورته د بیارغونې په هڅو کې اړتیا لري.
XS
SM
MD
LG